ads

امريکا له هند او پاکستانه د خپلمنځي كړكېچ د كمولو غوښتنه وكړه

امريکا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې په خپل منځ كې هغه کړکېچ کم کړي، چې د هند ترکنټرول لاندې کشمېر کې د دوو هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته راپورته شوى دى.   امريکا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې په خپل منځ كې هغه کړکېچ کم کړي، چې د هند ترکنټرول […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1391
امريکا له هند او پاکستانه د خپلمنځي كړكېچ د كمولو غوښتنه وكړه

امريکا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې په خپل منځ كې هغه کړکېچ کم کړي، چې د هند ترکنټرول لاندې کشمېر کې د دوو هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته راپورته شوى دى.

 

امريکا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې په خپل منځ كې هغه کړکېچ کم کړي، چې د هند ترکنټرول لاندې کشمېر کې د دوو هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته راپورته شوى دى.

هند د دغو وژنو پړه پر پاکستان اچولې ده.

د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نولانډ تېره ورځ وويل، واشنګټن دواړو دولتونو ته مشوره ورکړې، چې دغه کړکېچ کم کړي.

د هغې په وينا، امريكا پوه ده، چې هند او پاکستان د دغې مسئلې پرسر په لوړه كچه سلا مشورو ته دوام ورکوي.

پاکستان له دې انکار کړى، چې ګوندې ځواکونو يې په کشمير کې په ياد بريد كې لاس لاره او په دې اړه يې د ملګروملتونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د هند پوځ ويلي، يو هندي سرتېرى وروسته له هغې ووژل شو او د يوه سر پرې کړاى شو، چې پاکستاني سرتېري د تېرې سه شنبې په ورځ د کشمير له جلا شوې کرښې واوښتل.

پاکستان او هند دواړه پر بشپړ کشمير د ملکيت ادعاوې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA