د وېنزوېلا چارواکو د دې پخلى کړى، چې جمهوررئيس هوګو چاوېز به د پنجشنبې په ورځ د جمهوري رياست نوې دورې د لوړې مراسمو کې پر ګډون ونه توانېږي.
د وېنزوېلا چارواکو د دې پخلى کړى، چې جمهوررئيس هوګو چاوېز به د پنجشنبې په ورځ د جمهوري رياست نوې دورې د لوړې مراسمو کې پر ګډون ونه توانېږي.
مرستيال جمهوررئيس نيکولاس ماډورو پارلمان ته يو ليک استولى او څرګنده کړې يې ده، چې جمهوررئيس د سرطان ناروغۍ د يوې مياشتې مخکې عملياتو له كبله لا هم تر درملنې لاندې دى او طبي لارښوونو له مخې اړ دى، چې په کيوبا کې پاتې شي.
په ليک کې ويل شوي چاوېز غوښتنه کړې، چې دغه مراسم دې وځنډول شي.
پارلمان اوس پر دې غوښتنې غور کوي، او اټکل دى چې ومنل شي.
مخالفين وايي، هوګو چاوېز بايد ناسوب اعلان شي، چې ورسره به د پارلمان مشر د منځمهالي جمهوررئيس په توګه دنده پر غاړه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

