د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د جاپان هېواد د خلکو په مالي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستو ته وسپارل شوه. د ننګرهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواري کلید ته وویل، یاده ودانۍ د بهسودو ولسوالۍ د ناهید شهید د نجونو لېسې لپاره جوړه شوې ده.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د جاپان هېواد د خلکو په مالي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواري کلید ته وویل، یاده ودانۍ د بهسودو ولسوالۍ د ناهید شهید د نجونو لېسې لپاره جوړه شوې ده.
شینواري زياته كړې، چې پر یادې ودانۍ درې سوه شل زره امریکایي ډالره لګښت راغلي، چې په وینایې د جاپان هېواد د خلکو مرستې د ادارې له لورې ورکړل شوى دى.
دى وایي، د ناهید شهید ښوونځي ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې، چې دېرش خونې، د څښاک د اوبو ژوره څاه او نور اړین ملحقات لري.
د پوهني ریاست دا چارواکى وایي د یادې ودانۍ د جوړېدو چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې او په خبره یې مرسته کوونکې ادارې (افغانستان لپاره د جاپان د خلکو مرسته ټولنې) تر اوسه په ننګرهار کې پنځلسو نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
د شینواري په وينا، د دې ودانۍ په رغولو سره د ناهید شهید لېسې د ۲۷۰۰ نجونو زده کوونکو د سرپنا ستونزه هوارې شوې ده.
چارواکي وایي، د روان ۱۳۹۱ کال په اوږدو کې د بېلا بېلو همکارو ادارو په مرسته شلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي او د پنځلسو ښوونځو د ودانیو د بیارغونې کارونه ترسره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


