ads

له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستانه ټول امريكايي سرتېري ووځي

امكان لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي. د امريکا متحدو ايالاتو د لومړي ځل لپاره ددې امکان څرګند کړ، چې کېداى شي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى پاتې نه امكان لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1391

امكان لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي. د امريکا متحدو ايالاتو د لومړي ځل لپاره ددې امکان څرګند کړ، چې کېداى شي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى پاتې نه

امكان لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امريکا متحدو ايالاتو د لومړي ځل لپاره ددې امکان څرګند کړ، چې کېداى شي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى پاتې نه شي.

دغه څرګندونې  دستراتيژيکو اړيکو په برخه کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال بين روډس تېره شپه په سپينې ماڼۍ کې خبريالانو ته کړې دي.

د هغه په وينا، دا رښتيا دي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېره ډېره ټيټه شي او د سرتېرو د شمېرې د کمولو تصميم د جمهوررئيس له هغې پرېکړې سره سم دى، چې غواړي په تدريجي ډول د افغانستان جګړه پاى ته ورسوي.

خو نوموړي دا هم وويل، چې ددې امکان هم شته، چې  تر ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي.

بين روډس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته جمهوررئيس حامد کرزى په سپينې ماڼۍ کې د امريکا له جمهوررئيس بارک اوباما سره په دې اړه مهمې خبرې وکړې.

له دې مخکې امريکايي سرچينو ويلي، چې دغه هېواد غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۹ زره سرتېري پاتې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA