ads

د پاټريوټ سيسټم د نصب لپاره څلور سوه امريكايي سرتېري تركيې ته ځي

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د روانې مياشتې تر پايه به ۴۰۰ امريکايي سرتېري او ټول هغه تخنيکي وسايل ترکيې ته ورسېږي، چې د پاټريوټ توغنديو د دفاع سيسټم د نصب لپاره په کار دي. د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د روانې مياشتې تر پايه به ۴۰۰ امريکايي سرتېري او ټول هغه تخنيکي […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1391
د پاټريوټ سيسټم د نصب لپاره څلور سوه امريكايي سرتېري تركيې ته ځي

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د روانې مياشتې تر پايه به ۴۰۰ امريکايي سرتېري او ټول هغه تخنيکي وسايل ترکيې ته ورسېږي، چې د پاټريوټ توغنديو د دفاع سيسټم د نصب لپاره په کار دي.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د روانې مياشتې تر پايه به ۴۰۰ امريکايي سرتېري او ټول هغه تخنيکي وسايل ترکيې ته ورسېږي، چې د پاټريوټ توغنديو د دفاع سيسټم د نصب لپاره په کار دي.

ناټو تړون د خپل غړي هېواد ترکيې پر خاوره د سوريې له خوا د توغندويي بريدونو د مخنيوي لپاره د پاټريوټ توغنديو د دفاعي سيسټم د ځاى پرځاى کولو پرېکړه وکړه.

دا دفاعي سيسټم د سوريې او ترکيې ګډو پولو ته نږدې ځاى پرځاى کېږي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جورج ليټل پرون خبريالانو ته وويل، چې امريکا له ناټو سره په دې پلان کې شريکه ده.

د هغه په وينا، د هغو څلور سوه امريکايي سرتېرو له جملې، چې ټاکل شوې د دې سيسټم د فعاليت لپاره ترکيې ته واستول شي، تر نيمايي زيات سيمې ته رسېدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA