ads

د خنډونو د مخنيوي په هدف د ټپي نلليکې لپاره ځانګړې کمپنۍ جوړېږي

د ټپي په نوم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نلليکې په پروژه کې شامل هېوادونه د دې پروژې په لاره کې د خنډونو د مخنيوي لپاره ځانګړى شرکت جوړوي. د ټپي په نوم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1391

د ټپي په نوم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نلليکې په پروژه کې شامل هېوادونه د دې پروژې په لاره کې د خنډونو د مخنيوي لپاره ځانګړى شرکت جوړوي.

د ټپي په نوم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نلليکې په پروژه کې شامل هېوادونه د دې پروژې په لاره کې د خنډونو د مخنيوي لپاره ځانګړى شرکت جوړوي.

د هند د انډين ايکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټپي(TAPI) د پروژې څلور بنسټګرو هېوادونو، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د دې پروژې د عملي کېدو لپاره پرېکړه کړې، چې يوه ځانګړې کمپنۍ جوړه کړي، څو دا څو مليتي پروژه ژوندۍ پاتې شي.

د دې هندۍ ورځپاڼې د سې شنبې د ورځې د ګڼې له راپور سره سم، ياد څلور هېوادونه پنځه- پنځه ميليون ډالره دې پروژې ته ورکوي، چې د نلليکې پلان ژوندى پاتې شي.

ترکمنستان، افغانستان او پاکستان باور لري، چې د ټپي د پروژې څلور برخوال هېوادونه د بل چا له مرستې پرته هم دا نلليکه جوړولى شي، خو هند وايي، دا پروژه يوازې هغه وخت عملي کېداى شي، چې يوه څو مليتي کمپنۍ يا کنسرسيوم د هغې د لارښوونو چارې پر غاړه واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA