په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو نړيوالو ځواکونو پخوانى قومندان او تقاعد شوي امريکايي جنرال مک کرېسټال ويلي، د سپينې ماڼۍ د هغې پرېکړې ملاتړ کوي، چې غواړي د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پايه له افغانستانه سرتيري وباسي، خو په وينا يې، امريکا بايد يو ډول امنيتي حضور په افغانستان کې وساتي، څو د افغانانو ملاتړ وکړي.

نوموړي اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، دوى اخلاقي مسووليت لري او له ۲۰۰۱ کال وروسته يې په خلکو کې د دې تمه پيدا کړې، چې امريکا به په افغانستان کې وي، څو دا هېواد بيرته د طالبانو د وخت ګډوډيو ته له ورتلو وژغوري.
د مك كرېسټال په وينا، افغانان اشغالګر پوځ نه غواړي، خو دا وېره لري، چې امريکا به په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ