پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو دوه پر له پسې بريدونو ۷ تنه سخت دريځي وسله وال وژلي دي. د شمالي وزيرستان يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه كړې رسنيو ته ويلي، لومړى بريد د شپې په دولسو بجو د مير علي په حيدر خېلو
پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو دوه پر له پسې بريدونو ۷ تنه سخت دريځي وسله وال وژلي دي.
د شمالي وزيرستان يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه كړې رسنيو ته ويلي، لومړى بريد د شپې په دولسو بجو د مير علي په حيدر خېلو سيمه کې پر يوه کور شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې پر دغه کور څلور توغندي توغول شوي، چې له كبله يې څلور تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغې دولتي سرچينې همدارنګه ويلي، چې دويم بريد د شپې څه کم يوه بجه د عيسو خېلو په سيمه کې پر يوه کور شوى او له كبله يې درې تنه وسله وال سخت دريځي وژل شوي دي.
د روان ميلادي کال په لومړيو اتو ورځو کې دا پنځم ځل دى، چې بې پيلوټه الوتکې پر دغه سيمه بريدونه كوي، چې له كبله يې د جنوبي وزيرستان د سخت دريځو وسله والو د مشر ملانذير په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


