ads

د بشارالاسد د سولې شرايط به د سوريې د خلکو ستونزې ختمې نه كړي

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون وايي، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد په وينا کې د سولې شرايط به د دغه هېواد د خلکو  ويروونکې ستونزې ختمې نه كړي. د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون وايي، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد په وينا کې د سولې شرايط به د […]

نویسنده: TKG
19 مرغومی 1391

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون وايي، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد په وينا کې د سولې شرايط به د دغه هېواد د خلکو  ويروونکې ستونزې ختمې نه كړي.

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون وايي، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد په وينا کې د سولې شرايط به د دغه هېواد د خلکو  ويروونکې ستونزې ختمې نه كړي.

د بانكي مون وياند “مارټين نېسېرکي تېر ه ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خولې وويل، د سوريې د شخړې اصلي حل دا دى، چې په هېواد کې د سياسي واک انتقال داسې وشي، چې په کې د انتقالي حکومت اداره موجوده وي او بيا د ملګرو ملتونو تر سيوري يا څار لاندې ازادې او پاكې ټاكنې ترسره شي.

د يکشنبې په ورځ په دمشق کې د وينا پر مهال بشارالاسد خپل پلان څرګند کړ، چې په کې  ملي جوړ جاړى او د نوي اساسي قانون جوړونه شامل وو، خو نوموړي دا هم وويل، چې د روغې جوړې په دې خبرو کې بايد هغه کسان نه وي شامل، چې سوريې سره يې خيانت کړى دى.

هغه دا خبره د سوريې وسله والو مخالفينو ته په اشارې سره وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA