ads

اوباما چک هېګل د دفاع وزير او جان برېنن د سي آي اې د رئيس په توګه ونومول

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د دفاع وزارت او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې سي آي اې د رياست  لپاره دوې نوې څېرې ونومولې. د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د دفاع وزارت او د دغه هېواد […]

نویسنده: TKG
19 مرغومی 1391
اوباما چک هېګل د دفاع وزير او جان برېنن د سي آي اې د رئيس په توګه ونومول

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د دفاع وزارت او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې سي آي اې د رياست  لپاره دوې نوې څېرې ونومولې.

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د دفاع وزارت او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې سي آي اې د رياست  لپاره دوې نوې څېرې ونومولې.

جمهوررئيس اوباما په سپينه ماڼۍ کې  چک هېګل (Chuck Hagel) د دفاع  د وزير او جان برېنن (John Brennan) د سي آى اې يا د امريکا د استخباراتي ادارې د رئيس په توګه ونومول.

اوباما هېګل او برېنن د امريکا د دغو دوو خورا مهمو امنيتي او دفاعي چوکيو لپاره غوره انتخابونه وبلل.

هغه د جان برېنن کارونه او کاري تجربه وستايله او ويې ويل، چې تل يې له هغه څخه مرسته غوښتې او په دې خاطر ترې منندوى دى.

بارك اوباما د دفاع د وزير په توګه د چک هېګل له نومونې هم دفاع وکړه او زياته يې كړه، چې دى يوه نوې څېره ده، خو د امريکا د ملي ګټو ښه ساتنه کولى شي.

په دې مراسمو كې  د امريكا د دفاع اوسنی وزير ليون پنيتا هم حاضر و او د خپلې دورې ځينې برياوې يې يادې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA