په پاکستان کې چارواکو ويلي دي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو په جنوبي وزيرستان كې لږ تر لږه ۱۲ تنه مشکوک وسلوال وژلي دي. امنيتي چارواکو د ويلي، چې بريدونه د يکشنبې د ورځې په سهار وختي وشول .
په پاکستان کې چارواکو ويلي دي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو په جنوبي وزيرستان كې لږ تر لږه ۱۲ تنه مشکوک وسلوال وژلي دي .
امنيتي چارواکو د ويلي، چې بريدونه د يکشنبې د ورځې په سهار وختي وشول .
د دوى په وينا بې پيلوټه الوتکو د بابرغر کلي کې د وسلوالو پر پټو مرکزونو تر دوولسو پورې توغندي توغولي دي .
تر اوسه پورې د وژل شويو وسلوالو هويت نه دى څرګند شوى خو بابرغر د پاکستاني طالبانو پوخ مورچل ګڼل کيږي .
دا په تيرو پنځو ورځو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو دريېم بريد دى .
اسلام اباد د امريکا د بې پيلوټه الوتکو پر بريدونو اعتراض کړى او دا يې د سلګونو ملکي خلکو د وژل کيدو سبب بللى دى .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

