په هېواد کې هر کال د ژمي په رارسېدو سره زموږ هېوادوال د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله د سون توكو، دارو درملو او خوراکي توکو له نشت سره مخامخ کېږي چې ډېری دغه ډول ستونزې د هېواد په لرې پرتو او سړو سیمو لکه، بامیان، بدخشان، نورستان، سالنګونو او نورو کې تر سترګو کېږي.
په هېواد کې هر کال د ژمي په رارسېدو سره زموږ هېوادوال د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله د سون توكو، دارو درملو او خوراکي توکو له نشت سره مخامخ کېږي چې ډېری دغه ډول ستونزې د هېواد په لرې پرتو او سړو سیمو لکه، بامیان، بدخشان، نورستان، سالنګونو او نورو کې تر سترګو کېږي.
سږ کال هم تراوسه چې د ژمي پیل دی دغې سړې هوا، د سړو سیمو استوګن له ستونزو سره مخ کړي دي. په داسې حال کې چې دا پېښې هر کال تکرارېږي، خو اړوند چارواکي بیا له دې چارې سره غیر مسوولانه چلند کوي او د ژمي له رارسېدو سره سم د مخنیوي لارې چارې لټوي.
په بدخشان کې تر اوسه ۱۲ تنو ماشومانو د یخنۍ او ورپېښو ناروغيو له كبله خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دې ولایت د والي ویاند عبدالمعروف راسخ وايي چې د مرکز فیض آباد د تګ راتګ لارې له یو شمېر ولسوالیو سره د سختې واورې له کبله تړل شوې دي. د هغه په وینا، ډېرو ماشومانو د سينه بغل، ټوخي، زکام او نورو ژمنیو موسمي ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
همدارنګه د دایکندي والي وايي، د واورو له ورښت سره سره چې د خلکو پر وړاندې یې ستونزې راپورته کړي، دوی د اړو خلكو لپاره کوم څه نه لري. د هغه په وینا، مخکې به هر کال د دې ولايت لپاره مرستې ورکول کېدې، خو سږ کال له مرکز څخه ۲۰۰ بورۍ اوړه وركړل شول چې هغه هم خراب وو. دا مهال د دایکندي د دریو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړلې دي.
دا خو د بېلګې په توګه د مرستو د نه رسېدو ستونزې وې، دا چې روغتيايي امکانات څومره دي، هغه بیا بله ننګونه ده چې د خلکو ژوند ته د مرګ ګواښ پېښوي.
بلخوا څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو او د بشري مرستو د رسولو موسسو څرګنده کړه چې تر دوه میلیونه ډېر افغانان په را روان ژمي کې د سړې هوا، ناروغیو او خوار ځواكۍ له ګواښونو سره مخامخ دي.
د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس څرګندوي چې له څلور سوه زره افغانانو سره د مرستو د رسولو هڅې د افغانستان د شمال او مرکز په لرې پرتو سیمو کې پيل شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان له څلوردېرش ولایتونو څخه په شلو ولایتونو کې په ژمي کې دا وېره شته چې بېړنيو خوړو، سون توكو او درملو ته به اړتیا پیدا شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو مسوول مارک براون وایي: (( د تېر کال تجربه موږ ته دا راښیي چې وار له مخه ورته سږ کال چمتو واوسو.))
تېر ژمی چې په نږدې تېرو کلونو کې یې مخینه یا سابقه نه درلوده، ډېر سوړ و او د همدې سړې هوا او واورې ورېدو له کبله د هېواد په بېلابېلو سړو سیمو کې ډېری انساني او حیواني تلفات رامنځته شول.
په کابل کې د تېر ساړه ژمي له کبله د یو شمېر کډوالو کورنیو شل تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه کورنۍ د خوراکي او سون توکو له نه شتون سره هم مخ وې.
په هر صورت، دا چې څو تنه او چېرته د دې سړې هوا له کبله ژوند له لاسه ورکوي، د بحث وړ نه ده دا ځکه چې که هر څوک وي او هر ځای وي افغانان دي او له بده مرغه لکه څنګه چې د هېواد سیاسي حالات او جنګ جګړې زموږ هېوادوال له ګواښ او مرګ سره مخامخ کړي، دا دى یو ځل بیا د طبیعي پېښو له کبله هم بېچاره او بېوزلي هېوادوال مو ژوند له لاسه ورکوي. د ساړه ژمي راتګ کومه نوې یا غیر مترقبه پېښه نه ده، ځکه هر کال د ژمي په موسم کې د هېواد په ډېری سړو سیمو لکه بامیان، بدخشان، سالنګونو او داسې نورو سیمو کې خلک د خوراکي او سون توکو له کمښت سره مخامخ کېږي او ډېری وخت خو بیا اړوند چارواکي د ژمي په وروستیو شپو ورځو کې د موادو د اکمال خبرې کوي. په داسې حال کې چې د داسې ستونزو مخنیوی باید مخکې له مخکې وشي، څو هغه وخت چې بیا لارې بندېږي او خلک هم نشي کولای له داسې سیمو څخه ځانونه راوباسي، د مړینو او زیانونو سبب ونه ګرځي.
بل لور ته په تېرو کلونو کې دا راته تجربه شوې چې د ژمي په سختو شپو او ورځو کې د سون او خوراکي توکو د بیو لوړوالي هم ډېری هغه هېوادوال چې د کم معاش یا تنخواه خاوندان دي او یا هم له سهاره تر ماښامه په څلورلارو کې د کار د پیدا کولو په خاطر ولاړ دي، له ستونزو سره مخامخ کړي د یو کیلو ګازو بیه آن تر اویا افغانیو هم ورسېده او دا ځکه چې په هېواد کې د یوه داسې سیسټم رامنځته کول چې ټولنه او خلک يې منلو ته تیار نه دي، د دې ټولو بدمرغیو زېږنده ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


