ads

په خوست کې یونیفورم پوشه غله

د خوست اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ډېری وسله والې غلاوو په پوځي یونیفورم کېږي. د دوی په خبره دا ټکی ډېری مهال د دې سبب کېږي چې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ توپیر ونشي. د خوست اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ډېری وسله والې غلاوو په پوځي […]

نویسنده: TKG
17 مرغومی 1391
په خوست کې یونیفورم پوشه غله

د خوست اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ډېری وسله والې غلاوو په پوځي یونیفورم کېږي. د دوی په خبره دا ټکی ډېری مهال د دې سبب کېږي چې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ توپیر ونشي.

د خوست اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ډېری وسله والې غلاوو په پوځي یونیفورم کېږي.

د دوی په خبره دا ټکی ډېری مهال د دې سبب کېږي چې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ توپیر ونشي.

د خوست ښار اوسېدونکی عابد حیران دی چې دا لباسونه غله له کومه کوي، هغه وايي: (( په دې کې زه له امنیتي ځواکونه خوابدی یم.))

د عابدالله په وينا، دغه یونیفورم پوشه غله نه یوازې په لاره بلکې ځینې وخت د خلکو کورونو ته ورځي او د تلاشۍ پرمهال خلک لوټي: (( بیا نو پسې ګرځه، درک یې نه معلومېږي، دوی ډېر بد وضعیت کوي.))

عابد وايي چې پوځي لباسونه له اړوندو مسوولو کسانو پرته باید هېڅوک هم په غاړه نه کړي: (( دا د امنیتي چارواکو مکلفیت دی چې دا ډول کسان وپلټي.))

د خوست د اسماعیل خیلو اوسېدونکی سخي جورجان وايي، له اکثرو غلاوو چې دوی خبر شوي، څرګنده شوې چې غلو له پوځي یونیفورم ګټه پورته کړې.

د ياد ولايت د مرکز متون وړده خېلو کلي اوسیدونکی جاويد هم له دغو پوځي نامسووله وسله والو غلو سر ټکوي، دی وايي څه وخت مخکې یې یو وړوکی ورور د همدغسې یونیفورم پوشه کسانو له لور بیول کېږي: (( څه وخت مخکې زما یو کوچنی ورور د کلي په جومات کې له لمانځه وروسته کورته روان وو چې ترلسو پورې کسان چې نظامي جمپرونه یې اغوستي وو او مخونه یې پټ وو، ورته مخکې شوي، ده ته یې ویلي وو چې موږ امنیتي کسان یو او زموږ قومندان تاسو غواړي.))

جاوید وايي چې ورور یې ورسره روانېږي او همدا چې په کلي پناه کېږي لاسونه، پښې، سترګې او خوله ورباندې تړي: (( له پولې هاخوا یې ګاونډي هېواد پاکستان ته اړولی وو چې وروسته یې زموږ له کورنۍ څخه د مال او پیسو په اړه معلومات وغوښتل.))

جاويد وايي چې دوی دغو کسانو ته د پیسو د ورکولو وسه نه درلوده او په پای کې یې ورور له دغو کسانو ځان په تېښته خلاصوي.

نوموړي له امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې له پوځي یونیفورم د ناوړه  استفادې مخنیوی وکړي.

د خوست امنیتي مسوولین سره له دې چې مني وخت ناوخت په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په څېر وسله والې غلاوې کېږي، خو وايي چې لا تراوسه یې داسې څوک نه دي نیولي چې په پوځي یونیفورم کې یې غلا کړې وي.

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وايي، دوی داسې راپورونه په لاس کې لري چې ګواکې په پوځي یونیفورم کې غلا کړي: (( خو  تراوسه مو څوك په دې جرم نه دي نيولي.))

د خوست امنیه قومندان وايي چې دوی د هرډول ناوړه کړنو پرضد کلک هوډ کړی: (( موږ د هغو ډېرو غلاوو ترسره کوونکي چې په مرکز او لرو پرتو سیمو کې یې ترسره کړې نیولي دي، خو بیا به مو هم هڅه دا وي چې د ورته پېښو د مخنیوي په هدف له ولس سره په همکارۍ خپل اقدامات چټک کړو.»

د خوست امنیه قومندان دا هم وايي چې ښايي دغه ډول کسان چې په پوځي یونیفورم کې خلک ځوروي د دولت مخالفين وي او له دې لارې وغواړي چې امنیت وننګوي: (( خو كه هرڅوك وي موږ د  مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې د ولس په همکارۍ هڅه كوو چې دا ستونزه له منځه یوسو.))

په خوست ولایت کې پر امنیتي چارواکو یوه نیوکه داهم ده چې کله وسله وال غله ونیول شي، له ډېرکم وخت وروسته بیا د رشوت او واسطې له مخې خوشي کېږي چې د ولسي خلکو په خبره له همدې كبله دغه پېښې نورې هم زیاتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA