هندي څارنوالان وايي، چې په نوي ډيلي کې پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور د پينځو تنو نيول شويو کسانو پر ضد کافي قانوني اسناد را غونډ شوي دي. دې پېښې په ټول هند د خلکو غصه راوپاروله.
هندي څارنوالان وايي، چې په نوي ډيلي کې پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور د پينځو تنو نيول شويو کسانو پر ضد کافي قانوني اسناد را غونډ شوي دي.
دې پېښې په ټول هند د خلکو غصه راوپاروله.
هغه نجلۍ، چې د تورنو کسانو لخوا د ډسمبر په ۱۶مه نېټه جنسي تېرى ورباندې شوى وو، تېره اونۍ په سينګاپور کې مړه شوه.
پر تورنو کسانو د جنسي تېري او قتل تور لګېدلى او کېداى شي په اعدام محکوم شي.
پر دې کسانو د دوشنبې په ورځ ابتدايي محکمې ته د حاضرېدو حکم شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

