ads

قاضي حسين احمد مړ شو

د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند جماعت اسلامي پخوانى مشر قاضي حسين احمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله تېره شپه د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو. نوموړى، چې له تېرې څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته و، تېره ورځ يې روغتيايي حالت خراب شوى او اسلام اباد ته ددرمنلې لپاره غوښتل شوى […]

نویسنده: TKG
17 مرغومی 1391
قاضي حسين احمد مړ شو

د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند جماعت اسلامي پخوانى مشر قاضي حسين احمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله تېره شپه د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو. نوموړى، چې له تېرې څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته و، تېره ورځ يې روغتيايي حالت خراب شوى او اسلام اباد ته ددرمنلې لپاره غوښتل شوى و.

د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند جماعت اسلامي پخوانى مشر قاضي حسين احمد د ورپېښې ناروغۍ له كبله تېره شپه د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړى، چې له تېرې څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته و، تېره ورځ يې روغتيايي حالت خراب شوى او اسلام اباد ته ددرمنلې لپاره غوښتل شوى و.

د هغه زوى لقمان قاضي وايي، د پلار جنازه به يې نن له غرمې وروسته د پېښور ښار په جناح پارک کې ترسره شي.

قاضي حسين احمد له ۱۹۸۰ ميلادي كال څخه راپه دېخوا د پاکستان په عملي سياست کې برخه اخيستې او څو وارې د پاکستان د مشرانو او ولسي جرګې غړى ټاكل شوى و.

همدارنګه نوموړى څلور وارې د جماعت اسلامي د سياسي مذهبي ډلې مشر ټاکل شوى و.

تېره مياشت نوموړي د جمهور رئيس حامد کرزي د ليک ځواب ورکړ او د افغانستان د شخړې د هواري لپاره يې د بين الافغاني خبرو اترو او يا لويې جرګې وړانديز وکړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA