ads

چاوېز د لوړې له مراسمو پرته د وينزويلا جمهوررئيس پاتې کېداى شي

د وينزويلا مرستيال جمهور رئيس ويلي، چې جمهور رئيس هوګو چاويز، سره له دې چې نه شي کولى د جنورۍ په لسمه د جمهوري رياست د نوې دورې لپاره د لوړې مراسم پرځاى کړي، د دې هېواد جمهور رئيس پاتې کېداى شي.   د وينزويلا مرستيال جمهور رئيس ويلي، چې جمهور رئيس هوګو چاويز، سره […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1391
چاوېز د لوړې له مراسمو پرته د وينزويلا جمهوررئيس پاتې کېداى شي

د وينزويلا مرستيال جمهور رئيس ويلي، چې جمهور رئيس هوګو چاويز، سره له دې چې نه شي کولى د جنورۍ په لسمه د جمهوري رياست د نوې دورې لپاره د لوړې مراسم پرځاى کړي، د دې هېواد جمهور رئيس پاتې کېداى شي.

 

د وينزويلا مرستيال جمهور رئيس ويلي، چې جمهور رئيس هوګو چاويز، سره له دې چې نه شي کولى د جنورۍ په لسمه د جمهوري رياست د نوې دورې لپاره د لوړې مراسم پرځاى کړي، د دې هېواد جمهور رئيس پاتې کېداى شي.

هوګو چاويز دا مهال په کيوبا کې د سرطان د ناروغۍ له کبله له جراحي عملياتو وروسته په روغتون کې دى.

د وينزويلا مرستيال جمهور رئيس نيکولاس ماډورو د جمعې په ورځ وويل، اساسي قانون جمهوررئيس ته اجازه ورکوي، چې د نوې شپږ کلنې دورې لپاره د سترې محکمې په وړاندې له ټاکلي وخت وروسته هم لوړه وکړي.

ماډورو د اپوزيسون دا دريځ رد کړى، چې که چېرې د اساسي قانون له خوا په ټاکل شوې نېټې چاويز د لوړې مراسم نه شي پر ځاى کولى؛ نو د دې هېواد د پارلمان مشر دې په موقته توګه د جمهوررئيس چوكۍ سمبال کړي.

وروسته له هغې، چې د ډسمبر په يوولسمه نېټه جمهوررئيس هوګو چاويز د سرطان د ناروغۍ له کبله څلورم ځل په کيوبا کې تر جراحي عملياتو لاندې ولوېده، بيا نوموړى نه دى ليدل شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA