ads

يوازې درې ډاكټرانې

د ځينو احصايوي سرچينو په قول د پكتيا نفوس ۱۲ سوه زره دی، خو د دغه ولايت اوسيدونكي وايي چې دوى په مركزي روغتون كې يوازې درې تنه ډاكټرانې لري. د ځينو احصايوي سرچينو په قول د پكتيا نفوس ۱۲ سوه زره دی، خو د دغه ولايت اوسيدونكي وايي چې دوى په مركزي روغتون كې […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1391

د ځينو احصايوي سرچينو په قول د پكتيا نفوس ۱۲ سوه زره دی، خو د دغه ولايت اوسيدونكي وايي چې دوى په مركزي روغتون كې يوازې درې تنه ډاكټرانې لري.

د ځينو احصايوي سرچينو په قول د پكتيا نفوس ۱۲ سوه زره دی، خو د دغه ولايت اوسيدونكي وايي چې دوى په مركزي روغتون كې يوازې درې تنه ډاكټرانې لري.

د دغه ولايت اوسېدونكي دا هم وايي چې زيات مهال ډېرى ښځينه ناروغانې د روغتياپالو د نشت له کبله نورو ولايتونو او ګاونډي پاکستان ته لېږدوي.

د دغه ولايت یو تن اوسېدونكى رحمت الله وايي: (( د خداى لپاره په ټول ولايت کې ايله درې ډاکترانې لرو.))

نوموړى زياتوي: (( دولت بايد د دومره نفوس لپاره ښځېنه ډاکترانې ډيرې كړي، اوس خو موږ مجبور يو چې نورو سيمو ته خپلې ناروغانې يوسو، ځكه دلته به درې ډاكټرانې چاته ورسيږي.))

دی وايي؛ څو څو ځلې د عادي ناروغيو په سر تر ننګرهار او پېښوره پورې تللي دي.

ظفر محمد هم ورته خبره کوي او زياتوي: ((موږ چې کله خپل ښځېنه ناروغان پېښور او يا د پاکستان نورو سيمو ته لېږدوو، له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږو، تر کومه به دلته ډاکترانې نه وي؟))

د پکتيا روغتيايي چارواکي هم مني چې په بشپړ ولايت کې درې ښځېنه ډاکترانې لري، خو وايي ښځېنه ډاکترانې دې ته نه حاضرېږي چې په روغتيايي مرکزونو کې دندې اجرا کړي.

دوى زياتوي؛ په لرې پرتو سيمو کې ښځو ډاکترانو ته امتيازات هم زيات دي، خو تر اوسه پورې دوى ته ښځېنه ډاکترانو مراجعه نه ده کړې چې په روغتيايي مرکزونو کې په دنده وګمارل شي.

د پکتيا د عامې روغتيا سرپرسته ډاکتر نازدانه پکتياوال وايي؛ په مرکزي روغتون کې هم يوازې يوه ډاکتره لري.

نوموړې وايي: ((موږ څو وارې اعلانونه وکړل چې د ښځېنه ډاکترانو تشه موجوده ده، خو تراوسه څوک نه دي حاضر شوي.))

روغتيايي کارپوهان د ښځېنه ډاکترانو کمښت يوه لويه ستونزه بولي او وايي؛ د پکتيا اکثره ناروغانې نورو ولايتونو او پاکستان ته درملنې لپاره ځي.

په ګردېز کې د ډاکترانو د اتحاديې مشر عبدالهادي حماس وايي، د ښځو ډېرې ناروغۍ ځکه پټې پاتې کېږي چې دلته ښځېنه ډاکترانې نشته او هغوی نه شي کولای چې د ناروغۍ په راز نارينه ډاکتر خبر کړي.

د پکتيا اوسېدونکي په داسې حال کې د ښځو ډاکترانو له کمښته سر ټکوي چې نورې روغتيايي ستونزې هم په دې ولايت کې اوج ته رسېدلې دي.

خو په دې ولايت کې د روغتيايي اسانتياوو د نشت له کبله اکثره ناروغان د نورو سيمو روغتيايي مرکزونو او روغتونونو ته مخه کوي او داسې هم شته چې د عادي ناروغيو د درملنې لپاره تر پېښور، کابل او جلال اباده رسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA