هند د پنجشنبې په ورځ له ايران سره د هغه پلان په اړه خپله اندېښنه شريکه کړه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له لوري له طالبانو سره د پخلاينې لپاره جوړ شوى او ټاکل شوې، چې تر ۲۰۱۵ ميلادي كاله پورې په تدريجي ډول عملي شي.

د سولې دا پلان له طالبانو سره د پخلاينې په پروسه کې نه يوازې پاکستان ته مهم رول ورکوي، بلکې د عملي کېدو په صورت کې يې د افغانستان د ځينو ولايتونو د واک چارې طالبانو ته سپارل کېږي.
پر دې پلان، چې «۲۰۱۵ کال ته د لارې نقشه» نومېږي، د پنجشنبې په ورځ په نوي ډيلي کې د هند د ملي امنيت سلاکار شيو شنکر مينون او د ايران د ملي امنيت د عالي شورا رئيس سعيد جليلي خبرې وکړې.
د لوېديځو سرچينو د راپور له مخې، د هند د ملي امنيت سلاکار په دې هم اندېښنه ښکاره کړه، چې د سولې د پروسې کنټرول پاکستان ته سپارل شوى دى.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا رئيس سعيد جليلي هم له هند سره خپلې اندېښنې شريکې بللي او ويلي يې دي، چې تهران د ۲۰۱۴ كال په پاى کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پر جوړې شوې سناريو اندېښمن دى.
ټاکل شوې، چې جليلي له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته راشي او د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره هم په دې موضوع وغږېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ