امريکايي سرتېري ترکيې ته استول کېږي، چې په دې هېواد کې پټريوټ توغندي ويشتونکي سيسټمونه وکاروي. په ترکيه کې د پټريوټ توغندي ويشتونکي سيسټمونه په ګاونډي هېواد سوريه کې د روانې جګړې د ګواښ د مخنيوي لپاره لګول شوي دي.
امريکايي سرتېري ترکيې ته استول کېږي، چې په دې هېواد کې پټريوټ توغندي ويشتونکي سيسټمونه وکاروي.
په ترکيه کې د پټريوټ توغندي ويشتونکي سيسټمونه په ګاونډي هېواد سوريه کې د روانې جګړې د ګواښ د مخنيوي لپاره لګول شوي دي.
تېر کال له سوريې څخه څو ځلې د توپونو ګولۍ له پولې واوښتې او د ترکيې په خاوره کې ولګېدې.
د پټريوټ توغندي ويشتونکي سيسټمونه دا وړتيا لري، چې د الوتکو او راکټونو د نسکورولو لپاره توغندي وولي.
امريکايي سرتېري په داسې حال کې ترکيې ته استول کېږي، چې په سوريه جګړه تر ټولو بد وضعيت ته رسېدلې ده.
راپورونه وايي، يوه ورځ وروسته له هغې، چې د سوريې په پايتخت کې بمي چاودنې لس کسان ووژل،د جمعې په ورځ د سوريې د حکومت هوايي او ځمکنيو ځواکونو د دمشق په څنډو کې پر ياغيانو بريدونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

