د يو هېواد د وجود او د نړۍ په نقشه د ژوندي پاتې كېدو لپاره تر ټوله مهمه دا ده چې يوه قوي او غښتلې ملي اردو ولري، خو د ملي اردو د پايښت تر ټولو مهم شيان بیا د مسلكي توب تر څنګه د استخباراتي، تخنيكي – انجنيري او هوايي ځواك پياوړتيا ده.
د يو هېواد د وجود او د نړۍ په نقشه د ژوندي پاتې كېدو لپاره تر ټوله مهمه دا ده چې يوه قوي او غښتلې ملي اردو ولري، خو د ملي اردو د پايښت تر ټولو مهم شيان بیا د مسلكي توب تر څنګه د استخباراتي، تخنيكي – انجنيري او هوايي ځواك پياوړتيا ده.
افغانستان هم له دې پلوه يو وخت د نړۍ پر مخ مطرح هېواد و، خو په كمونيستي رژيمونو كې د اردو له سياسي كېدو يې ناسور واخست او بيا په خاصه توګه په ۱۳۷۱ كال د ډاكټر نجيب د واكمنۍ تر رانسكورېدو وروسته، له خپلو دې مټو معلول شو، د هوايي ځواك ۵۰۰ څرخي او جيټ الوتكې له منځه ولاړې، استخبارات يې په پښو شل او حتى عسكر ته خو يې بېخي د خداى په ځمكه د اوسېدو جواز هم پاتې نه شو او د بل ځل لپاره د افغان پياوړي ځواك امكان يې يو بې تعبيره خوب وګرځاوه.
د کلید خبریال نورولي سعید شینواری لیکي: په ۱۳۸۱ كال د نوي سياسي جوړښت لپاره د بن په كنفرانس كې له پراخو بحثونو وروسته په پرېكړه ليك كې دې ته هم ځاى وركړل شو چې دا هېواد باید لږ تر لږه د ۷۰ زره كسيزې اردو خاوند واوسي. د دې كار لپاره پخواني مسلكي خلك پيدا كول هم سخت و او ملي دفاع وزارت په داو طلبه ځوانانو تكيه وكړه او تر ۱۳۸۶ كاله پورې ايله د كميت له لحاظه ۶۰ زره كسيزه اردو جوړه شوه.
په دغو کلونو کې اردو د كيفيت له لحاظه ډېره كمزورې، له تجهيزاتو فقيره، د مسلكي روزنې او قوي استخباراتو په ارمان بې اسرې پاتې وه، خو شازلميانو يې يوازې له يوه ټوپك سره د جذبې له مخې سرونه په لاس نيول او سنګرونه يې ساتل.
په ۱۳۸۷ كال د جګړې ګراف مخ پر لوړه روان و، افغان چارواكو لږ تر لږه د ۲۰۰ زره كسيزې او مجهزې اردو د جوړښت غوښتنه كوله، خو بيا هم د دغه ځواك د مسلكي توب او تجهيز فكر ونه شو، بلكې امريكا په افغانستان كې د خپلو سرتېرو زياتولو فكر واخسته.
د ملي دفاع وزارت به ويل چې د يو امريكايي سرتيري په كلني لګښت له ۶۰ تر ۱۰۰ افغان عسكر روزل كېداى شي، دا دې ته اشاره وه چې نړيوال بايد د خپلو سرتېرو د زياتولو پر ځاى د افغان ځواكونو پياوړتيا ته پام وګرځوي.
د بن له دوهم كنفرانس او په ۲۰۱۲ کال د ناټو لخوا په بروكسل كې تر كلنۍ غونډې وروسته نړيوالو دې ته ژمنتيا وښوده چې تر ۲۰۱۴كال پورې د ناټو تر وتلو مخكې دوى بايد اساسا د افغان ځواكونو په مسلكي توب، پياوړتيا او تجهيز پام وکړي او د افغان پوځ لپاره كلني ۴ مليارده ډالر د ناټو غړو هېوادونو لخوا اختصاص شول.
اوس مهال چې افغان ملي اردو ۱۹۵ زره تنو ته لوړه شوې او د واك د لېږد څلورم پړاو هم اعلان شوى، له ۷۵ فيصده زياته خاوره د خپل سر په بيه ساتي او د دفاع وزارت په وينا د ۸۰ فيصده عملياتو مشري هم دوى كوي.
د اردو زمريانو د خپلې مېړانې په ښودلو كورنى او بهرنى باور خپل كړى ځكه د ملي اردو لخوا ژاله، شمشاد، خيبر، ميوند، ظفر، نورستان او په وروستيو كې د بټي كوټ او لغمان عملياتو دا وښوده چې كه لږ مجهز او پياوړي شي د مخالفينو په شمول به له افغانستان څخه د لاسوهونكو هېوادونو مالګه ور په خوله كړي.
اشيان فاونډيشن( اسيايي بنياد) چې په وروستيو څو كلونو كې يې له عامو وګړو سره مركې كړي او يو راپور يې چمتو كړى وايي، ۸۷ فيصده خلك په ملي ځواك ډاډه دي او په دې باور دي چې دغه ځواكونه نه ماتيدونكي دي.
نظامي كارپوه جنرال عتيق الله امرخېل هم وايي، د ملي اردو په لښكرو كې جذبه شته خو هغه څه چې د دوى لپاره اساسي ټكي بلل كېږي تر اوسه دولت او نړيوالو په دې برخه كې هيڅ ګام نه دى اخستى: (( په ۲۰۱۲ كې له زرو پورته تلفات اعلان شول، دا په دې معنی چې له يوې خوا ښې وسلې، مسلكي روزنه او مانورۍ نشته له بلې خوا استخبارات او هوايي ځواك كمزوري دي، زما په ځوانانو دا باور دى چې كه دا ستونزې يې حل شي، د اړتيا په وخت كې له سخت دښمن هېواد سره هم ټكر وهلى شي.))
پوځي كارپوه نورالحق علومي بيا په دې باور دى چې افغان عسكر يوازې په سپكو وسلو سمبال نه وي ځكه دښمن په درنو وسلو او هوايي ځواك مهارېدلى شي: (( هغه اردو چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري، اصلا اردو نه ده، دا يوازې د ځوانانو تباهي ده، عسكر به مو تر كومه په يو ټوپك دفاع كوي.))
جنرال امان الله بيا نړيواله ټولنه او افغان دولت په دې ملامتوي چې ولې يې په خپل ماموريت كې ناغېړي وكړه او ملي ځواكونه يې تقويه نه كړل: (( دوى ستراتیژیک فكر نه كوي، د عسکرو جلب ـ احضار نه شته، په ۲۰۱۴ کال کې د قراردادي عسکرو وخت ختمیږي؛ د اساسي قانون ۵۵ مه ماده تر پښو لاندي ده او دا تباه کوونکې ده.))
خو د دفاع وزارت وياند د مرغومي په ۱۰ وويل افغان ځواكونو په ۲۰۱۲ كال كې ډېرې لاسته راوړنې او هڅه كوي چې موجوده ستونزې تر ۲۰۱۴ پورې په بشپړ ډول حل كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


