د لبنان د حزب الله مشر وايي، که د سوريې کړکېچ دوام وکړي، لا زياتې مرګ ژوبلې او ورانۍ به په کې وشي. حسن نصرالله تېره ورځ د اربعين يا د عاشورا د څلوېښتۍ په مناسبت په تلويزيوني وينا کې د سوريې د کورنۍ جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.
د لبنان د حزب الله مشر وايي، که د سوريې کړکېچ دوام وکړي، لا زياتې مرګ ژوبلې او ورانۍ به په کې وشي.
حسن نصرالله تېره ورځ د اربعين يا د عاشورا د څلوېښتۍ په مناسبت په تلويزيوني وينا کې د سوريې د کورنۍ جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې سوري فعالان وايي، د دغه هېواد په شمال او د دمشق په شاوخوا کې جګړو زور موندلى دى.
په سوريه کې کړکېچ دوه ويشت مياشتې پخوا پيل شو او ملګرو ملتو پرون وويل؛ چې د دغه هيواد په کورنۍ جګړه کې تر شپېته زره زيات خلک وژل شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


