ads

کراچۍ کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په کراچۍ ښار کې د يوې بمي چاودنې له كبله درې تنه وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي. پاكستاني پوليس وايي، چې بم په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى وو او د ښار د عمده سياسي ګوندونو له خوا د يوې تنظيم شوې غونډې موټرو ته د پاكستان په […]

نویسنده: TKG
13 مرغومی 1391
کراچۍ کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په کراچۍ ښار کې د يوې بمي چاودنې له كبله درې تنه وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي. پاكستاني پوليس وايي، چې بم په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى وو او د ښار د عمده سياسي ګوندونو له خوا د يوې تنظيم شوې غونډې موټرو ته

د پاكستان په کراچۍ ښار کې د يوې بمي چاودنې له كبله درې تنه وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.

پاكستاني پوليس وايي، چې بم په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى وو او د ښار د عمده سياسي ګوندونو له خوا د يوې تنظيم شوې غونډې موټرو ته نږدې يې وچاودېد.

په کراچۍ ښار کې پرون دا لاريون د دوو عمده سياسي ګوندونو متحده قومي غورځنګ او د طاهر القادري په نوم د يوه ديني عالم په مشرۍ د تحريک منهاج القراه له خوا تنظيم شوى وو.

د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت ډېر خراب بلل شوى او له دې كبله ښايي د مړو شمېر زيات شي.

په کراچۍ کې د شنبې په ورځ هم په يوه بس موټر کې چاودنې شپږ تنه ووژل او تر پنځوس زيات يې ټپيان كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA