ads

ترکيه کې د ګاز نيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي

په ترکيه کې د ګازنيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې دغه محصلين د ترکيې په استانبول ښار کې پر زده کړو بوخت وو او تېره ورځ د ګاز نيونې له  كبله مړه شوي دي. په ترکيه کې د ګازنيونې له كبله پنځه […]

نویسنده: TKG
13 مرغومی 1391
ترکيه کې د ګاز نيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي

په ترکيه کې د ګازنيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې دغه محصلين د ترکيې په استانبول ښار کې پر زده کړو بوخت وو او تېره ورځ د ګاز نيونې له  كبله مړه شوي دي.

په ترکيه کې د ګازنيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې دغه محصلين د ترکيې په استانبول ښار کې پر زده کړو بوخت وو او تېره ورځ د ګاز نيونې له  كبله مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، دوى به په دې اړه څېړنه وکړي، چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې او دغو محصلينو په کومه څانګه کې زده کړې کولې.

په استانبول کې ډېری افغان محصلين له ګازي بخاريو کار اخلي.

د يادونې ده، چې له لس زرو څخه زيات افغان محصلين، په بېلابېلو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۷۶ محصلين په ترکيه او هند کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د افغان حکومت په لګښت زده کړې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA