د روغتیا د نړيوال سازمان یوه سروې ښیي چې په افغانستان کې په سلو کې تر شپېتو زیات افغانان له رواني ناروغیو او ناکراریو ځورېږي چې د دې شپېته فیصدو زیاته برخه ښځې دي. شاید دا شمېر تر دې هم زیات وي.
د روغتیا د نړيوال سازمان یوه سروې ښیي چې په افغانستان کې په سلو کې تر شپېتو زیات افغانان له رواني ناروغیو او ناکراریو ځورېږي چې د دې شپېته فیصدو زیاته برخه ښځې دي. شاید دا شمېر تر دې هم زیات وي.
ارواپوهان وایي چې جګړه، مهاجرت، بېوزلي، ناوړه دودونه، کورني تاوتریخوالي، په واړه عمر ودونه او داسې نورې ناخوالې هغه عوامل دي چې ښځې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کوي او په رواني مړاویتوب او نورو رواني ناروغیو یې اخته کوي.
انسان هغه وخت روغ بلل كېږي چې هم د هغه بدن روغ وي او هم يې رواني حالت روغ او سالم وي. هغه كسان چې رواني حالت يې روغ وي كولاى شي په سمه توګه فكر وكړي، د خپل ژوند ستونزې حل كړي او د خپلو دوستانو او ټولنې له خلكو سره ښې اړيكې ولري.
رواني ستونزې نن ورځ زموږ په ټولنه كې يو له هغو عمده ستونزو څخه دي چې هر كال زرګونه خلك پر دې ناروغۍ له اخته كېدو سره خپل ځان او ټولنې ته زياتې ستونزې رامنځته كوي او زياتره وختونه د ناروغ او د ټولنې د سالمو وګړو د مړينې سبب ګرځي. د يوې احصايې له مخې، د ورځې په ترڅ كې د روغتونونو او كلينيكونو ګڼ شمېر مراجعين هغه ښځې او پېغلې وي چې په يو نه يو ډول له دې ناروغۍ څخه رنځ وړي.
رواني ناروغۍ د درملنې وړ دي چې د ارواپوهانو د مشورو او په جدي حالاتو کې د درملو له لارې ناروغان خپله روغتیا بیا مومي او خپل عادي ژوند بیا پیلولای شي، خو زموږ په هېواد کې تر اوسه لا رواني ناروغیو ته وړ پام نه دی شوی، نه یې د درملنې پوره مرکزونه شته او نه هم له دغو ناروغانو سره په کورونو کې سمه رویه کېږي.
زموږ د ټولنې اكثره ښځې د ژوندانه په داسې يوه تورتم كې ژوند تېروي چې له هرې خوا له بې شمېره روحي فشارونو سره مخامخ دي. زموږ په ټولنه كې د ښځو د روحي فشارونو علتونه ډېر زيات دي چې د هغو له جملې څخه دوامداره جګړې او مهاجرتونه، د خپلوانو او د كورنۍ د غړو له لاسه وركول، د ژوندانه خراب اقتصادي وضعیت، په كورنيو او ټولنه كې د نارينه وو له خوا تاوتريخوالى، جبري ودونه، په كوچنيوالي كې واده كول او زيات شمېر نورې ستونزې يادولاى شو.
زموږ په هېواد كې د دغو ستونزو تر ټولو اساسي زيږنده، تپل شوې جګړه ده چې تر ټولو زيات يې د وګړو په روان اغېز ښندلى او دا اغېز بيا تر ټولو نورو د ښځو په روان زيات دى. موږ وينو چې د جنګ جګړو په ترڅ كې زموږ يو زيات شمېر خويندو د خپلو كورنيو سرپرست كسان له لاسه وركړي او د ژوندانه ټولو ناخوالو ته يوازې پاتې شوي او په خورا ستونزو يې ژوند پر مخ بېولى. كه په خاصه توګه له تېرو كلونو نه صرف نظر وكړو او راشو لنډو، تېرو لسو كلونو ته، چې په هېواد كې د جګړو نوى فصل يا باب دی. په دې نوي پړاو كې جنګ تقريبا نوې بڼه غوره كړه، معنا دا چې زموږ هېوادوال له نويو جنګي تكتيكونو سره مخ شول او هغه ځانمرګي بريدونه دي او ورسره هوايي بمبارۍ او بمي بريدونه چې د دغو ناوړه او ظالمانه بريدونو ډېرى قربانيان ماشومان او ښځې دي چې خپل خوږ ژوند يې په كې له لاسه وركړى.
بله اساسي ستونزه دا ده چې دغې جګړې، د ښځو په روان هم ناوړه اغېز كړى او زموږ ډېرې خويندې يې په روحي او رواني ستونزو اخته كړې دي.
خو له بده مرغه زموږ د هېواد په طبابت كې د رواني ستونزو بحث او رواني مشورې وركولو ځاى تش دى چې له همدې كبله د دې ډول ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي، كه څه هم د ګوتو په شمېر د رواني ناروغيو د درملنې مركزونه شته، خو د هغه شمېر ناروغانو په پرتله چې په دغې ناروغۍ اخته دي، ډېر كم دي.
له بلې خوا ښځينه رواني ناروغانې زموږ د ټولنې د بې ځايه دود او دستور قرباني كېږي هم، يعنې دا چې هغوى ته هېڅوك د ناروغ په سترګه نه ګوري او د هغوى د آزار سبب ګرځي، هغوی ته د حقارت په سترګه كتل كېږي او د لېونو خطاب ورته كېږي، حال دا چې دا ناروغانې د ډېرې پاملرنې وړ دي.
د جګړې ترڅنګ، کمزوری اقتصاد، ژور خفګانونه، بې خوبي، د کورنۍ له لوري زور، شکنجه، وهل او ټکول، په بدو کې د نجونو ورکړه، په زور د نجونو ودول، بوډا ته یې ورکول، په واړه عمر کې یې ودول هغه عوامل دي چې ښځو ته یې لویې لویې ستونزې پیدا کړي او له كبله يې دا ناروغي په ښځو کې ډېره لیدل شوې چې پړه يې هم د کورنیو په نارینه وو غړو پرېوځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


