د پکتيا کروندګر شکايت کوي چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په امتيازي پيسو دوی ته اخستل شوي تراکتورونه له تېر يو کاله را په دې خوا د کرنې رياست درولي او هيڅ ګټه نه ده ترې اخستل شوې.
د پکتيا کروندګر شکايت کوي چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په امتيازي پيسو دوی ته اخستل شوي تراکتورونه له تېر يو کاله را په دې خوا د کرنې رياست درولي او هيڅ ګټه نه ده ترې اخستل شوې.
دو وايي، دا تراکتورونه له يوې خوا که په خپل وخت تر کروندګرو نه دي رسېدلي، خو له بلې خوا يې د ډېر وخت درېدو له کبله د خرابېدو وېره هم موجوده ده.
کروندګر له چارواکو غوښتنه کوي چې تراکتورونه دې ژر تر ژره د دوی په واک کې ورکړي.
حاجي ظفر خان چې د ګردېز اوسېدونکی دی، وايي دوی دې ته حيران دي چې تراکتورونه ولې نه ورکول کېږي:((اخېر خو زاړه شول، بشپړ کال پرې ووت، خو د کرنې رياست د کروندګرو چيغې نه اوري.))
محمود خان چې د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی دی همدا خبره کوي او وايي، کروندګر په دې دوکه کېږي چې د تراکتورونو په اخستو کې فساد شوی:((فساد خو هم د حل لاره لري، د يو کال په اوږدو کې يې د دې لوری معلوم نه شو چې تراکتورونه ولې کروندګرو ته نه ورکول کېږي؟))
د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنیر نياز محمد لعلي ځدراڼ هم دا مني چې د ډېر وخت لپاره يې تراکتورونه په رياست کې بې له ګټې اخستنې درېدلي دي، خوعلت يې د تراکتورونو د اخستونکي قراردادي شرکت فساد په ګوته کوي چې په وينا يې لا هم د دې فساد د سپيناوي په اړه نهايي پرېکړه نه ده شوې.
دی وايي، دا قضيه يې څارنوالۍ ته سپارلې او په نږدې راتلونکې کې به يې په اړه پرېکړه وشي.
نوموړی وايي، په کار وه په ځانګړي شويو شپږ سوه پنځوس زره(۶۵۰۰۰۰) امريکايي ډالرو له دېرشو زيات تراکتورونه اخيستل شوي وای، خو دا چې په دې کې فساد شوی، نو دوی ته د منلو وړ نه دي.
دی وايي:(( لومړی قرارداد يې په پکتيا کې شوی و، خو وروسته بيا مرکز کې وشو چې تحريف په کې وشو او له څلور لکه امريکايي ډالرو قرارداد شپږنيم لکو ته وخوت او په دې بايد دېرش او يا پنځه دېرش تراکتورونه شوي وای، خو دوی موږ ته شل تراکتورونه راوستل چې موږ ته د قناعت وړ نه دي او په دې مسئله کې په لويه کچه فساد شوی.))
په پکتيا کې له ۱۳۸۵کال نه را په دې خوا د نشه يي توکو کر نه کېږي او د نشه يي توکو د نه کر په بدله کې په امتيازي ډول هر کال يو ميلون امريکايي ډالر د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د دې ولايت کروندګرو ته ورکول کېږي چې تر ډېره بريده په دې امتيازي پيسو ټولګټې پروژې پلې شوې، خو په يوه کمه اندازه ځانګړي شويو پيسو يې شل عرادې تراکتورونه اخستل شوي چې لا هم د فساد په زنځيرونو تړلي ولاړ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


