د منتقدینو په خبره که څه هم د لويو هېوادونو بهرنۍ تګلارې د اشخاصو په تبدیلۍ تغيير نه مومي، خو بيا هم د خارجه وزارت چوكۍ ته د امريكا د سنا جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې مشر جان كري ټاكل به د افغانستان او امريكا اړيكې ورغوي.
د منتقدینو په خبره که څه هم د لويو هېوادونو بهرنۍ تګلارې د اشخاصو په تبدیلۍ تغيير نه مومي، خو بيا هم د خارجه وزارت چوكۍ ته د امريكا د سنا جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې مشر جان كري ټاكل به د افغانستان او امريكا اړيكې ورغوي.
په كابل پوهنتون كې د نړيوالو اړيكو استاد فيض الله جلال په همدې باور دی، د دغه استاد په خبره په جان کري کې دا توانیدي شته دی چې د افغانستان او امريكا تر منځ اوسنۍ ظاهره ترينګلې اړيكې د خپلو معلوماتو پر بنیاد د بدلون په لور بوځي: (( كري د جمهور رئيس كرزي او ټولو سياسي شخصيتونو، ټاكنو، اوسنيو شرايطو سره بلد او د يو باصلاحيته سناتور په توګه يې افغانستان او سيمې ته سفرونه كړي، دغه راز د سيمې په سياسي حالاتو هم پوى او خبر سړى دى.))
فيض الله جلال دغه راز زياتوي كه جان كري د امريكا له كانګريس د تائيد رايه ترلاسه كړي، نو افغان حكومت به هغه تېروتنو او ضد و نقيض سياست ته هم متوجه كړي چې د هيلري كلنټن په وخت كې يې درلود.
د سياسي چارو بل كارپوه زبير شفيقي هم ورته نظر لري او وايي، امريكا د خپلو ګټو په اساس له نړۍ سره اړيكې ټينګوي او ډېرى وختونه هغه څوك په داسې مهمو او له بهرنۍ پاليسۍ سره په تړلو پوستونو ګماري چې كولاى شي له نړۍ او اړوندو هېوادونو سره اړيكې فعالې وساتي: ((په دې حساس وخت كې د جان كري ټاكل دا ثابتوي چې اوس مهال هم افغانستان او پاكستان د امريكا د بهرني سياست محور دى او زياته پاملرنه يې همدې ځاى ته ده.))
د شفيقي په وينا، جان كري په تيرو دوه يا درې كلونو كې افغانستان او پاكستان ته سفرونه كړي او كه كوم كړكيچ چې رامنځته شوى د هغو د حل لپاره یې بریالۍ هڅې کړې:(( زه وايم دا ځل به هم چې جان كري رسما ټاکل کېږي، مثبت رول ولوبوي.))
د ولسي جرګې غړى ډاكټر محى الدين مهدي وايي، جان كري د امريكا په سياسي ډګر كې يوه پيژندل شوې څيره ده، خو د افغانستان په اړه به د امريكا په تګلاره كې كوم بدلون رانه ولي: ((دى په سيمه او افغانستان كې پېژندل شوى سړى دى او مفكوره يې هم د طالبانو ضد ده، خو د افغانستان په اړه به د امريكا په سياست كې كوم بدلون رانه وړي، بلكې د امريكا د برابرې شوې پالېسۍ د تكميل لپاره به كار كوي.))
جان کري ته ځکه افغان کارپوهان د اهمیت په سترګه ګوري چې د ۲۰۰۹ میلادي کال په اکتوبر کې یې کابل ته د دې لپاره سفر وکړ چې جمهور رئیس کرزی د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهمې دورې ته حاضر کړي. جمهور رئیس کرزي هم دا ومنله او دا مسئله د دغه سناتور لپاره یوه لاسته راوړنه بلل کېږي. دغه راز د خارجیانو د امنیتي کمپنیو په مسئله هم دغه سناتور نقش درلود چې د فعالیت موده یې وغځېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


