د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د شيعه زيارت کوونکو پر درېيو موټرو چاودنه شوې، چې په کې د وروستيو معلوماتو له مخې، نولس تنه وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
چاودنه نن سهار مهال د ايالت په مستونګ سيمه ک
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د شيعه زيارت کوونکو پر درېيو موټرو چاودنه شوې، چې په کې د وروستيو معلوماتو له مخې، نولس تنه وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
چاودنه نن سهار مهال د ايالت په مستونګ سيمه کې له کوېټې څخه تفتان ته د شيعه زيارت کوونکو په تلونکو موټرو شوې ده.
په مستونګ کې د پوليسو يوه سيمه ييز مشر طفيل بلوڅ خبريالانو ته وويل، په پېښه کې يو موټر، چې شپږ څلوېښت تنه په کې سپاره وو، بشپړ ويجاړ شوی او نورو دوو ته هم څه ناڅه زيان اوښتی دی.
تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.
په بلوچستان کې وخت ناوخت پر شيعه توکمو دې ورته خونړي بريدونه او چاودنې کېږي، چې ډېرى وخت يې مسووليت ځينې سخت دريځې مذهبي ډلې پر غاړه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


