ads

تړل شوې تورخم پوله كې درې ماشومان يخنۍ وژلي

افغان چارواکي او ځينې عيني شاهدان وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا پرون سهار د تورخم دروازې د تړلو له كبله خلک په سړه هوا او باران کې ايسار دي او له كبله يې درې ناروغه ماشومان مړه شوي دي.     افغان چارواکي او ځينې عيني شاهدان وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له […]

نویسنده: TKG
9 مرغومی 1391
تړل شوې تورخم پوله كې درې ماشومان يخنۍ وژلي

افغان چارواکي او ځينې عيني شاهدان وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا پرون سهار د تورخم دروازې د تړلو له كبله خلک په سړه هوا او باران کې ايسار دي او له كبله يې درې ناروغه ماشومان مړه شوي دي.

 

 

افغان چارواکي او ځينې عيني شاهدان وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا پرون سهار د تورخم دروازې د تړلو له كبله خلک په سړه هوا او باران کې ايسار دي او له كبله يې درې ناروغه ماشومان مړه شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې پاکستاني لوري وروسته له هغې د تورخم سرحدي دراوزه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره وتړله، چې د لاريو يو شمېر چلونکو د افغان امنيتي ځواكونو له خوا د خپلو دوو ملګرو د زورولو له کبله شکايت وکړ .

پاکستاني چارواكي وايي، چې د لاريو چلوونکو د تورخم هاغاړه اعتراض کړى او لاره يې تړلې ده  او په وينا يې، دوه ملګري يې افغان سرحدي پوليسو شکنجه کړي دي.

په تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي او همدارنګه سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA