د امريکا پوځ وايي، له هغه پلانه تېر شوى، چې پر اساس يې د افغانستان هوايي ځواک ته ايټاليايي ټرانسپورټي الوتکې اخيستې، څو په داسې حال کې، چې امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي افغان امنيتي ځواکونه لا زيات پر ځان متکي شي.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امريکا د هوايي ځواک يوه وياند ايډورډ ګوليک وويل، امريکايي دفاعي چارواکو د ايټاليا «الينيا» کمپنۍ ته خبر ورکړى، چې د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک لپاره د شلو بيا ترميم شويو ټرانسپورټي الوتکو د ساتنې او ملاتړ تړون د مارچ په مياشت کې له پاى ته رسېدو وروسته نه تمديدوي، ځکه چې الينيا په کافي شمېر د الوتنې وړ الوتکې نه دي ورکړي.
دا پرېکړه وروسته له دې وشوه، چې ايټاليايي کمپنۍ له څو ځل هڅو سره سره ونه توانېده، چې لازم شمېر الوتنې ته پوره تيارې الوتکې برابرې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ