ads

فرانسه خپلو همكارو افغانانو ته پناه ورکوي

د فرانسې دفاع وزارت تېره ورځ وويل، په راتلونکو څو اوونيو کې به هغه افغانان ور وغواړي، چې په افغانستان کې يې له فرانسوي پوځيانو سره همکاري کړې او له همدې کبله يې په خپل هېواد کې ژوندپه خطر کې دى. د فرانسې دفاع وزارت تېره ورځ وويل، په راتلونکو څو اوونيو کې به هغه […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1391
فرانسه خپلو همكارو افغانانو ته پناه ورکوي

د فرانسې دفاع وزارت تېره ورځ وويل، په راتلونکو څو اوونيو کې به هغه افغانان ور وغواړي، چې په افغانستان کې يې له فرانسوي پوځيانو سره همکاري کړې او له همدې کبله يې په خپل هېواد کې ژوندپه خطر کې دى.

د فرانسې دفاع وزارت تېره ورځ وويل، په راتلونکو څو اوونيو کې به هغه افغانان ور وغواړي، چې په افغانستان کې يې له فرانسوي پوځيانو سره همکاري کړې او له همدې کبله يې په خپل هېواد کې ژوندپه خطر کې دى.

د فرانسې د لېبراسيون ورځپاڼې د راپور له مخې، لسګونه افغانان، چې اکثره يې ژباړونكي دي، د خپلو کورنيو له غړيو سره په فرانسه کې اوسېداى شي.

نوموړې ورځپاڼې ليکلي، چې د فرانسې د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونه به په لنډو ورځو کې د هغو افغانانو شمېر اعلان کړي، چې فرانسه بايد د استوګنې اجازه ورکړي.

ورځپاڼې په عين حال کې اټکل کړى، چې فرانسې ته د ورتلونکو افغانانو شمېر به د ۱۶۰ او ۱۷۰ تنو ترمنځ وي، چې د هغو په منځ کې به ۶۰ يا ۷۰ ژباړونكي وي.

ځيني افغانان د ناټو پر غړيو هېوادونو نيوکه کوي او وايي، چې دا هېوادونه په دې توګه له افغانستانه لوستي خلک باسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA