ads

د مصر جمهور رئيس مرسي د نوي اساسي قانون هرکلى وکړ

د مصر جمهوررئيس محمد مرسي په دې هېواد کې د نوي اساسي قانون هرکلى وکړ او ويې ويل، چې په دې ډول په مصر کې ثبات ټينګېدلاى شي. مرسي پرون په مصر کې د اساسي قانون پر مسوده د ټولپوښتنې د نتايجو تر اعلان وروسته، په ټلويزيوني وينا کې وويل، مصريانو په داسې ټولپوښتنه کې، […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1391
د مصر جمهور رئيس مرسي د نوي اساسي قانون هرکلى وکړ

د مصر جمهوررئيس محمد مرسي په دې هېواد کې د نوي اساسي قانون هرکلى وکړ او ويې ويل، چې په دې ډول په مصر کې ثبات ټينګېدلاى شي. مرسي پرون په مصر کې د اساسي قانون پر مسوده د ټولپوښتنې د نتايجو تر اعلان وروسته، په ټلويزيوني وينا کې وويل، مصريانو په داسې ټولپوښتنه کې،

د مصر جمهوررئيس محمد مرسي په دې هېواد کې د نوي اساسي قانون هرکلى وکړ او ويې ويل، چې په دې ډول په مصر کې ثبات ټينګېدلاى شي.

مرسي پرون په مصر کې د اساسي قانون پر مسوده د ټولپوښتنې د نتايجو تر اعلان وروسته، په ټلويزيوني وينا کې وويل، مصريانو په داسې ټولپوښتنه کې، چې په بشپړ ډول شفافه ترسره شوې، د اساسي قانون ملاتړ کړى دى.

په مصر کې د اساسي قانون د ټولپوښتنې په اړه وروستي رسمي ارقام د سې شنبې په ورځ خپاره شول، چې وايي نږدې څلور شپېته فيصده راى وركوونکو د قانون ملاتړ کړى وو.

د مصر جمهوررئيس پرون نوى اساسي قانون لاسليک کړ او پر ټولو سياسي قدرتونو يې غږ وکړ، چې د ملي اتحاد لپاره په ډيالوګ کې شريک شي.

نوموړي د اپوزيسيون د پلويانو دا ادعاوې رد کړې، چې وايي په ټولپوښتنه کې درغلي او له قانون څخه سرغړونه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA