ads

د ماشومانو د جراحي اساسات

د ماشومانو جراحي اساسات؛ پخپل ډول کې لومړی علمي اثر دی چې په افغانستان کې لیکل شوی. دا اثر په ۵۲۷ مخونو د ۵۰۰ ټوکو په شمېر، د ۱۳۹۱ لمریز په تله کې خپور شوی دی. لیکوال يې ډاکتر غلام مصطفی زمری دی چې په علمي کچه پخپل مسلک کې د رنځورولۍ رتبې ته رسېدلی […]

نویسنده: The Killid Group
5 مرغومی 1391
د ماشومانو د جراحي اساسات

د ماشومانو جراحي اساسات؛ پخپل ډول کې لومړی علمي اثر دی چې په افغانستان کې لیکل شوی. دا اثر په ۵۲۷ مخونو د ۵۰۰ ټوکو په شمېر، د ۱۳۹۱ لمریز په تله کې خپور شوی دی. لیکوال يې ډاکتر غلام مصطفی زمری دی چې په علمي کچه پخپل مسلک کې د رنځورولۍ رتبې ته رسېدلی دی.

د ماشومانو جراحي اساسات؛ پخپل ډول کې لومړی علمي اثر دی چې په افغانستان کې لیکل شوی. دا اثر په ۵۲۷ مخونو د ۵۰۰ ټوکو په شمېر، د ۱۳۹۱ لمریز په تله کې خپور شوی دی. لیکوال يې ډاکتر غلام مصطفی زمری دی چې په علمي کچه پخپل مسلک کې د رنځورولۍ رتبې ته رسېدلی دی.  

ډاکتر غلام مصطفی زمری په ۱۳۳۷ لمریز کال، د کوز کونړ ولسوالۍ د شګې په کلي کې زیږېدلی دی. تر لومړنیو او منځیو زده کړو وروسته کابل ته راغی او په ۱۳۵۵ لمریز تر کانکور وروسته په طب پوهنځي کې شامل او په ۱۳۶۱ فارغ شو.

له ۱۳۶۲ تر ۱۳۶۴ يې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د وقايوي طب په ديپارټمنټ کې د استادۍ دنده درلوده، په ۱۳۶۵ کې د کابل د اندراګاندي د ماشوم روغتیا په انستیتیوت کې د تخصص په پروګرام کې شامل او په ۱۳۷۱ کې يې دغه دوره بشپړه او د MS  دپلوم يې ترلاسه کړ.

ډاکتر زمری د خپلې علمي پوهې د لوړولو په خاطر ځينو سیمه ييزو، اسیايي او اروپايي هېوادونو ته سفرونه هم کړي. زمری دوه ځلې د اندراګاندي ماشوم روغتیا موسسې مشرتوب هم کړی دی.

نوموړی له ډېرې مودې راهيسې د یاد روغتون د جراحي څانګې مشر او په دې برخه کې د ګڼو ډاکترانو لارښود پاتې شوی دی.

پر کوم کتاب چې اوس غږیږو، د اویایمو کلونو په پیل کې پر لیکلو يې بسم الله شوې. خدای مې دې غاړه نه بندوي له نن نه ۱۳ کاله وړاندې، ډاکتر زمری چې زما ډېر نږدې دوست او خواخوږی دی؛ د خپل اثر یوه برخه راکړه چې پاکنویس يې کړم، سره له دې چې زه له دې مسلکه ډېر لری سړی یم او فکر مې کاوه چې دا کار به راته سخت تمامېږي، خو ده په دومره ښه او ساده نثر لیکلی و چې تر خوند سربېره پر ځينو مواردو مې يې سر هم خلاصېده. په دغه کتاب کې تر ډېره هڅه شوې چې علمي اصطلاحات او نومونه ساده او عام فهمه بیان شي. فکر کوم ښايي د دې اثر د چاپ د ځنډېدو یو علت هم همدا وي چې واقعا ډېر زحمت غواړي.

سره له دې چې د کتاب په ډېزاین او ايډيټ کې ډېره خواري شوې خو ځای نیم ښويېدنې په کې تر سترګو کېږي. د تورو او کلماتو تر منځ فاصلې په ښه ډول نه دي مراعت شوې او هم د ځينو کلماتو املا او انشا ته سمه توجه نه ده شوې. د بېلګې په ډول: (کې) په ځينو برخو (کښې) لیکل شوې او (ستونزې) بیا (ستونځې) راغلې دي.

د کتاب د کمپوز چارې ډاکتر ننګیالي او خلیق الرحمن او د ايډيټ چارې ډاکتر ننګیالي او ډاکتر محب الله احمدزي ترسره کړې دي.

د کتاب پر پوښ د ليکل شوي( لومړۍ ګڼه) څخه چې غالبا به مراد ځينې لومړی ټوک وي، داسې څرګندېږي چې ډاکتر مصطفی په دې برخه کې خپلو څېړنو ته دوام ورکوي او پاتې اړوند مسایل بیا راسپړي.

ډاکټر زمري د دې کتاب په لیکلو کې له يو شمېر تازه طبي منابعو استفاده کړې او په ټوله کې يې خپلې تجربې بیان کړې دي.

د اندراګاندي د ماشوم روغتیا انستیتیوت علمي شورا پخپل تقریظ کې د ماشومانو د جراحۍ اساسات ډېر ارزښتمن علمي اثر راپېژني.

په دغه تقریظ کې دا هم راغلي چې دغه کتاب د هغه ځوانو ډاکترانو لپاره چې غواړي د ماشومانو جراحي په برخه کې تخصص ترلاسه کړي، د ډېر علمي ارزښت درلودونکی دی.

د اثر په پیل کې د هغه د ارزښت په اړه د روغتيا وزارت او اندراګاندي روغتون د مشرتابه پر یادښتونو سربېره د اندراګاندي روغتون د علمي شورا، د ډاکتر پروفیسور عبدالسلام جلالي او رنځورپوه ډاکتر  کبیر عبدالله تقریظونه، د لیکوال خپلې خبرې او پېژندګلوي راغلي دي.

دغه اثر په ۲۷ څپرکو کې لیکل شوی، لیکوال ليکي چې د کتاب په لومړي سر کې د ماشومانو بيړني طبي ستونزو په حل کې له يو روغتيايي مرکز څخه بل روغتیايي مرکز ته د ناروغو ماشومانو د انتقال پر څرنګوالي او د ماشوم له کورنۍ سره د طبي پرسونل د سالم برخورد په هکله ډېر تاکید شوی دی.

په لومړي څپرکي کې د جراحي ستونزې د درلودلو په صورت کې روغتون ته د ماشوم د لېږدونې او څارنې پر لارو چارو خبرې شوې دي.

په دې بحث کې لیکل شوي چې له عملیات مخکې د نوي زېږېدلي ماشوم دقیقه معاینه لازمه ده، څو هغه نورې ولادي انومالۍ چې په ماشوم کې وجود لري تشخیص او شته حیاتي ستونزې اصلاح شي.

دویم څپرکی ماشوم په روغتون کې موضوع ته ځانګړی شوی. د ماشوم له مور وپلار سره خواخوږي  د دې څپرکي یو جالب بحث دی. په دې بحث کې د مور احساسات ډېر محترم ګڼل شوي، په تېره د هغې مور چې لومړنی زیږېدلی ماشوم يې د زېږېدو په لومړۍ ورځ روغتون ته لېږدول کېږي. دلته توصیه شوې چې مور ته باید شېبه په شېبه ډاډ ورکړل شي چې ماشوم به يې ډېر ژر ښه کېږي او دا به يې وويني.

له درېيم څپرکي وروسته ټول موضوعات ګام په ګام په علمي بڼه تشریح کېږي. په دې څپرکي کې د مایعاتو او الکترولیتونو څارنه مهمه ګڼل شوې. ځکه چې د نوي زېږېدلي ماشوم پتالوژیک حالات اکثرا د مایعاتو او الکترولیتونو د تنظیم میکانیزم له منځه وړي او غیر قابل ارجاع صدمه منځته راوړي.

څلورم څپرکی د نوي زېږېدلي ماشوم د تغذيې موضوع راسپړي. دلته د انرژۍ پر اړتيا خبرې کېږي او هغه حالات په ګوته کېږي چې د انرژۍ اړتيا په کې ډېره او یا کمه وي. په دې بحث کې د اوبو او پروتينو ترڅنګ، کاربوهایدریت او شحمیات د انرژۍ اساسي منابع بلل شوې دي.

پنځم څپرکی د ماشومانو پر تنفسي ستونزو او شپږم  پر حجاب حاجز راڅرخي. په اووم څپرکي کې د نوي زېږېدلي ماشوم د کلمو پر بندښت او ورسره تړلو ستونزو رڼا اچول کېږي.

په ورپسې څپرکو کې د ګېډې د جدار په انومالي، قحف او دماغ او بیا په دیارلسم څپرکي کې د غاړې او مخ ناسم جوړښتونه بیان شوي. په نورو څپرکو کې د نامه پر غوټو، کانګې، د هضمي کانال پر خونریزي، د ګېډې درد، صفراوي سیستم، د خصيې پر اختفا، قبضیت، د بولي سیستم پر انتاناتو، پتوجنيز، پښتورګو او په وروستي څپرکي کې د ماشوم پر سوځېدنې بحث کېږي.

د ډاکتر عبدالسلام جلالي په نظر، په مجموع کې دغه اثر، په عملي کار کې ټول هغه مباحث او ناروغتیاوې چې په يوه ماشوم کې د جراحۍ له نظره رامنځته کېږي په بشپړه توګه احتوا کوي: (( دا پخپل ذات کې په دې برخه کې يو مکمل کتاب دی.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA