يوې پاکستانۍ ورځپاڼې پرون وويل، چې د سوريې د پايتخت دمشق په جګړو کې تراوسه پورې تر زرو زيات پاکستاني طالبان وژل شوي دي. د پاکستان (اُمت) ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې ويلي، چې د وژل شويو طالبانو مړي په ډله ييزو قبرونو کې خښ شوي دي.
يوې پاکستانۍ ورځپاڼې پرون وويل، چې د سوريې د پايتخت دمشق په جګړو کې تراوسه پورې تر زرو زيات پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
د پاکستان (اُمت) ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې ويلي، چې د وژل شويو طالبانو مړي په ډله ييزو قبرونو کې خښ شوي دي.
د ورځپاڼې له ادعا سره سم، ډېرى پاکستاني طالبان د دمشق هوايي ډګر ته نژدې په خونړيو جګړو کې د سوريې د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
امت ورځپاڼې ويلي، د وژل شويو طالبانو د کورنيو غړيو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دوى د وژل شويو خپلوانو په اړه له سوريې څخه معلومات ترلاسه کړي.
دا لومړى ځل دى، چې د سوريې د رژيم پر ضد جګړه د پاکستاني طالبانو د ګډون او وژل کېدو ادعا کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

