خوست ښاريان شكايت كوي چې د ژمنيو لباسونو دوكاندارانو چل او دوكې ته مخه كړې او پر دوى بې كيفيته شيان د باكيفيته په نوم په لوړه بيه پلوري. د خوست اوسېدونکو په خبره دوكانداران سره له دې چې ډېرې پيسې اخلي، خو په بدل كې يې داسې جمپرونه، كورتۍ او څادرونه پرې خرڅوي چې د كيفيت له مخې ټيټ، دوهم نمبر او په څو ورځو كې له منځه ځي.
خوست ښاريان شكايت كوي چې د ژمنيو لباسونو دوكاندارانو چل او دوكې ته مخه كړې او پر دوى بې كيفيته شيان د باكيفيته په نوم په لوړه بيه پلوري.
د خوست اوسېدونکو په خبره دوكانداران سره له دې چې ډېرې پيسې اخلي، خو په بدل كې يې داسې جمپرونه، كورتۍ او څادرونه پرې خرڅوي چې د كيفيت له مخې ټيټ، دوهم نمبر او په څو ورځو كې له منځه ځي.
د خوست اوسېدونكى ۲۵ محمد حليم چې د ژمنيو لباسونو د كيفيت په معلومولو كې ډېرې ستونزې لري او له دې وېرېږي چې څوك يې دوكه نه كړي، وايي: (( دوكانداران د ښه كيفيت لرونكو لباسونو په ډيزاين كټ مټ هماغسې بې كيفيته كورتۍ او جمپرونه په ټيټه بيه راوړي او پر خلكو يې د ښو په بيه پلوري.))
نوموړي زياته كړه: (( په لومړيو كې جمپرونه او ژمنې توكي په ښه كيفيت راځي، پايښت هم لري، خو وروسته بیا ځايي سوداګر د همدغو جمپرونو او کورتیو په بڼه بې کیفیته راوړي.))
په خوست ښار کې د جمپرونو او کورتيو يو تن پلورونكى افسر خان بيا دا نه مني چې ګواکې هر دوكاندار د ژمنيو لباسونو په خرڅلاو كې خلك تېرباسي.
د نوموړي په خبره شايد ځينې دوكانداران د خپل كمزوري وجدان په مشوره دا كار وكړي، خو زیاتوي چې ده پخپله د چا د غولولو هڅه نه ده کړې: (( ډېر لباسونه له خارجه راوړو، كوم چې په لوړه بيه واخلو، ماركيټ كې يې هم په لوړه بيه پلورو، خو كه لږې پيسې پرې وركړو، نو بيا په لوړه بيه یې نه پلورو.))
د يادې سرچينې په وينا، ځينې كاروباريان شته چې د ښو ژمنیو توکو نمونې خارج ته وړي او هلته یې بیا د خراب کیفیت فرمایش ورکوي، وروسته یې د ښو او روغو ژمنیو توکو په بیه مارکیټ ته وړاندې کوي.
بل خوا د خوست ښاروالۍ د تنظیم او کیفیت د کنټرول مدیر حیات خان بيا د يادې ستونزې په اړه وايي: (( که څه هم اوس مهال ازاد بازار دی، خو دا معنی نه لري چې هر څوک دې په خپل سر وي او څنګه يې چې زړه وي خلك تېرباسي. ))
د كنټرول مدير زياته كړه: (( که څوک بيا هم سرغړونه کوي او د ښو پر ځای دویم نمبر توکي بازار ته وړاندې کوي، له هغوى سره به سخت قانوني چلند وشي او د اجراتو په صورت کې یې کوم عذر نه منل کېږي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


