ads

اسدالله خالد استخباراتي كړيو نښه ګرځولى

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د ملي امنيت پر رئيس بريد د سيمې د استخباراتو د اوپراتيفي عملياتو د لړۍ يوه کړۍ وه. دوى دغه څرګندونې په يوه ازاد بحث کې کړې دي، دغه ازاد راډيويي تلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت   […]

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1391
اسدالله خالد استخباراتي كړيو نښه ګرځولى

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د ملي امنيت پر رئيس بريد د سيمې د استخباراتو د اوپراتيفي عملياتو د لړۍ يوه کړۍ وه. دوى دغه څرګندونې په يوه ازاد بحث کې کړې دي، دغه ازاد راډيويي تلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت

 

 

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د ملي امنيت پر رئيس بريد د سيمې د استخباراتو د اوپراتيفي عملياتو د لړۍ يوه کړۍ وه.

دوى دغه څرګندونې په يوه ازاد بحث کې کړې دي، دغه ازاد راډيويي تلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په هدف پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په هدف تېرکال يې د کب په ٢٢ مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

اسدالله خالد د روان لمريز کال د لېندۍ په ١٦مه په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له کبله سخت ټپي شو، په کابل او بګرام کې تر لومړۍ درملنې وروسته بهر ته لېږدول شوى دى.

تر دغه بريده وروسته جمهور رئيس کرزي وويل چې دغه بريد په پاکستان کې پلان شوى و، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې او د شواهدو غوښتنه يې کړې ده.

خو د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې ياد بريد د سيمې د استخباراتي ادارو د اوپراتيفي عملياتو د لړۍ يوه برخه وه.

په ياد بحث کې د پوځي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت د ياد بريد په اړه وايي چې دا په ډېره لوړه کچه پلان شوى بريد و.

نوموړی زياتوي، د پاکستان ځينې چارواکي او استخباراتي اداره (اى اس اى) په هېڅ وجه نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله ټينګه شي.

نوموړي وويل، پر اسدالله خالد شوى بريد د سيمې د استخباراتي اوپراتيفي عملياتو يوه برخه ده چې له ډېر پخوا څخه روانه ده.

جنرال طاقت د پاکستان له خوا د طالب بنديانو خوشې کولو ته هم د شک په سترګه ګوري او زياتوي چې دغه کسان به يو وخت په نظام کې ورګډيږي او بيا به د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې خوشې شوي طالب بنديان، مخکې له دې چې کوم دولتي پوست ورکړل شي، بايد تر يو يا دوو کلونو پورې تر قوي استخباراتي کنټرول لاندې ونيول شي.

د علومو اکاډمۍ غړى او د سياسي چارو کارپوه سيد اکبرجان پولاد هم وايي چې په سيمه کې لويه لوبه روانه ده او پر اسدالله خالد بريد هم د دې لوبې يوه برخه وه.

هغه زياته کړې چې په سيمه کې د خپل نفوذ ساتلو او له طبيعي زېرمو د ګټې ترلاسه کولو لپاره لويو طاقتونو د سيمې د هېوادونو په مرسته پانګونې کړې دي.

د پولاد په وينا، دوى هغه څوک له منځه وړي چې د يادو ګټو پر وړاندې يې خنډ وي او اسدالله خالد هم د دغو ګټو قرباني شو.

دى وايي: ((دلته استخباراتي اوپراتيفي لوبه ده، هېڅ يو افغان له استخباراني پلان پرته نه وژل کېږي.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې د افغانستان استخبارات هم بايد باالمثل کارونه وکړي او په بهر کې د افغانستان د ورانۍ لپاره چې کوم پلانونه جوړيږي، مخه يې ونيسي.

د سياسي چارو بل کارپوه فهيم بيا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان حکومت په دې اړه د پاکستان له حکومت سره نېغ په نېغه خبرې کولى شي؟ وويل: (( د اسدالله خالد قضيه به هم د نورو قضيو په څېر زړه او له خلکو هېره شي.))

د نوموړي په وينا، افغان حکومت نه شي چې کولاى د دې ډول پېښو پر وړاندې کلک غبرګون وښيي.

هغه زياته کړه، لومړى دا څېړل په کار دي چې يو څوک ولې له ځان څخه تېريږي چې د ځان په وژلو سره دې بل ووژني؟

د فهيم په وينا، د افغانستان قضيه عقيدوي، اقتصادي، سياسي او نور بُعدونه لري.

ژورنالېست او ليکوال اسماعيل جهانګير بيا پر جمهور رئيس نيوکه کوي چې د پاکستان پر وړاندې غوڅ دريځ نه لري.

هغه زياته کړه، جمهور رئيس حامد کرزي په تېرو څو کلونو کې د پاکستان پر وړاندې بېلابېل ډول دريځونه خپل کړي، کله ورته ورور هېواد وايي او کله ورته د دښمن په سترګه ګوري.

د نوموړي په وينا، پاکستان تل د افغانستان په داخلي معاملو کې ځان دخيل ساتلى او اوس يې هم ساتي.

جهانګير وويل، پر استاد برهان الدين له بريد وروسته جمهور رئیس کرزي وويل چې له دې وروسته له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره خبرې کوي، خو زياتوي چې ځيني مجبوريتونه جمهور رئیس د دغه کار مخه نيسي.

هغه وايي، د افغانستان غربي متحدين نه غواړي چې پاکستان خپه او يا هم ورسره اړيکې خرابې کړي؛ ځکه جمهور رئیس  هم له پاکستان سره د اړيکو پر مهال له احتياط څخه کار اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA