له سوريې نه راپورونه وايي چې د دغه هېواد مرکزي حما ولايت په حلفايا مېنه کې لسګونه خلک هغه مهال وژل شوي چې د ډوډۍ پخلنځي ته د ولاړو کسانو پر کتار هوايي بريد وشو.
له سوريې نه راپورونه وايي چې د دغه هېواد مرکزي حما ولايت په حلفايا مېنه کې لسګونه خلک هغه مهال وژل شوي چې د ډوډۍ پخلنځي ته د ولاړو کسانو پر کتار هوايي بريد وشو.
دغه ښارګوټۍ په تېره نژدې موده کې د ياغيانو له لوري نيول شوی دی.
دغه پېښه په داسې وخت کې کېږي چې د سولې نړيوال استازی اخضر ابراهيمي د دغه کړکېچ پای ته رسولو په موخه دخبرو لپاره پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.
د حلفايا مېنې دغې پېښې په اړه يو شمېر وېډيو ګانې چې پر انټرنېټ خپرې شوې وېروونکي انځورونه ښيي، چې پرې شوي جسدونه په کې پر سړک او لارو پراته او په کنډوالو کې يو پر بل امبار شوي دي.
پېښه هغه مهال وشوه، چې د فعالانو او بشري حقونو ډلو د ويناوو له مخې حکومتي جېټ الوتکو د دغه ښارله ډوډۍ پلورنځي بهر د خلکو پر ولاړ کتار بريد وکړ.
فعالان وايي په بريد کې ۹۰ کسان وژل شوي، که د سوريې فعالانو دغو راپورونو پخلی وشي، دا به د دغه هېواد کورنۍ جګړه کې تر ټولو مرګونې بمباري وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

