ads

ننګرهار كې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره د ولایتي بیا رغوني ډلې (پي آرټي) په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستو ته وسپارل شوه. د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره د ولایتي بیا رغوني ډلې (پي آرټي) په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ […]

نویسنده: TKG
3 مرغومی 1391

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره د ولایتي بیا رغوني ډلې (پي آرټي) په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره د ولایتي بیا رغوني ډلې (پي آرټي) په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

چارواکي وايي، د کاټیلي ښوونځي لپاره نوې ودانۍ د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې د شاوخوا څلور سوه نجونو او هلکانو زده کوونکو د سرپنا ستونزه پرې هواره شوه.

د پوهنې ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته رالېږل شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د غني خېلو ولسوالۍ د کاټیلي لومړني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ په یونیم جریب ځمکه کې جوړه شو ده.

خبرپاڼې زياته كړې، چې یاد ښوونځى اته درسي او څلور اداري خونې لري، چې په یو پوړ کې د ولایتي بیارغوني ډلې په یو سلو پنځه ویشت زره ډالره لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې.

سرچیڼه وايي، د یاد ښوونځي لپاره ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او دغه راز دوه سوه پنځلس متره د احاطی دېوال، یو سیټ تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه، یو سلو شپېته پایې درې کسي میز لروونکې څوکۍ او د لمریزې برېښنا بشپړ وسایل لري.

د چارواكو د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې ټولټال ۷۸۵ ښوونځي فعال دي، چې په وینا يې تر نیمایي ډېر یې یا ودانۍ نه لري او که لري یې هم د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA