ads

د سوداګرۍ او صنايعو امريت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه

په خوست کې د سوادګرۍ او صنايعو امريت لپاره د ١٨ مليونو افغانيو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې. ياده وداني د خوست ښار لويديځ ته په اداري ګمپلېکس کې جوړېږي، چې نږدې د ټولو ځايي حکومتي ادارو دفترونه هم هلته موقعيت لري. په خوست کې د سوادګرۍ او صنايعو امريت لپاره […]

نویسنده: TKG
3 مرغومی 1391
د سوداګرۍ او صنايعو امريت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره كېښودل شوه

په خوست کې د سوادګرۍ او صنايعو امريت لپاره د ١٨ مليونو افغانيو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې. ياده وداني د خوست ښار لويديځ ته په اداري ګمپلېکس کې جوړېږي، چې نږدې د ټولو ځايي حکومتي ادارو دفترونه هم هلته موقعيت لري.

په خوست کې د سوادګرۍ او صنايعو امريت لپاره د ١٨ مليونو افغانيو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

ياده وداني د خوست ښار لويديځ ته په اداري ګمپلېکس کې جوړېږي، چې نږدې د ټولو ځايي حکومتي ادارو دفترونه هم هلته موقعيت لري.

په همدې اړه په جوړو شويو مراسمو کې د خوست ولايت مقام پر مرستيال سربېره د ځايي حکومتي ادارو يو شمېر ريئـسانو هم برخه اخيستې وه.

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو ادارې امر سيد شاه ګل وياړ وويل، چې ياده دوه پوړيزه وداني اتلس خونې لري، چې د شاوخوا ١٨ مليونو افغانيو په ارزښت به په راتلونكو شپږو مياشتو کې جوړه شي.

بايد وويل شي، چې دغه امريت اوس خپل اداري کارونه په کرايي کور کې ترسره کوي، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به يې يادې ستونزې هوارې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA