ads

له ملت سره پټه جګړه

((دوی د ملت قاتلان دي، دوی ملت قتل کوي، هره ورځ چاودنې او مرګونه دي، د خدای لپاره په دغو پټو دښمنانو مو بچي مه وژنئ، زموږ سرمایه زموږ له لاسه مه اخلئ.)) ((دوی د ملت قاتلان دي، دوی ملت قتل کوي، هره ورځ چاودنې او مرګونه دي، د خدای لپاره په دغو پټو دښمنانو […]

نویسنده: TKG
2 مرغومی 1391
له ملت سره پټه جګړه

((دوی د ملت قاتلان دي، دوی ملت قتل کوي، هره ورځ چاودنې او مرګونه دي، د خدای لپاره په دغو پټو دښمنانو مو بچي مه وژنئ، زموږ سرمایه زموږ له لاسه مه اخلئ.))

((دوی د ملت قاتلان دي، دوی ملت قتل کوي، هره ورځ چاودنې او مرګونه دي، د خدای لپاره په دغو پټو دښمنانو مو بچي مه وژنئ، زموږ سرمایه زموږ له لاسه مه اخلئ.))

دا په ننګرهار ولایت کې د ماین پرضد د یوه داسې كس د خولې وینا ده چې ده خپله هم د يوه ماين چاودنې په پېښه کې یوه پښه بایللې ده.

د ده په خبره د ملکي تلفاتو یوه لویه برخه هغه ماشومان جوړوي چې د طالبانو له لوري د سړک پر سر او د روسانو د یرغل پرمهال ښخ کړای شوي ماینونو پرې چوي.

د ملګرو ملتونو د خپرو شویو شمېرو له مخې دا ماینونه په میاشتنۍ کچه لږ ترلږ ۴۰ تنه قربانیان لري چې په دې وروستیو کې یې شدت موندلی دی.

تر ټولو تازه پېښه کې چې د لیندۍ پر ۲۷مه په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې رامنځ ته شوه لږ تر لږه یوولس زده کوونکې نجونې په كې ووژل شوې.

کلیوالو ویلي چې وژل شوو نجونو له ماسپښین وروسته ښوونځی لوست، دوی د ښوونځي د لومړي- شپږم ټولګيو زده کوونکې وې.

تر دې دمه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

چپرهار د ننګرهار ولایت يوه ناارامه سيمه ده چې زياتره وختونه ترې د نا امنیو راپورونه ورکول کېږي.

خو وړاندې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي پښتو څانګې ته د تیلې فون پر کرښه ویلي و، پېښه سهار شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوې وه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې پېښه د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې هغه مهال وشوه چې یوې بوټي راټولوونکې نجلۍ ماین په تېشه وواهه.

ده زیاته کړې چې ماین له وړاندې په خامه سړک ځای پرځای شوی و.

چارواکو ویلي چې د ډېری وژل شوو نجونو عمرونه د نهو او ۱۱ کلونو ترمنځ دي.

وړاندې ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د روان کال په دریمه ربعه کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې نژدې ۳۰ فیصده ډېروالی راغلی چې د ۸۰ فیصده پړه یې د دولت پر مخالفو وسله والو اچولې ده.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي د روان میلادي کال په دریمه ربعه کې د کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۸ فیصده ډیروالی راغلی.

ښاغلی سالارزی وايي په همدې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۹۶۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵۹۰ کسان ژوبل شوي دي.

خو طالبانو د یونما دغه راپور رد کړ او دا یې یو اړخیزه بللی دی.

په ۱۹۹۸ کال کې د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر پرسونل ضد ماينونه د اسلام او انسانيت ضد بللي وو او خپلو پلويانو ته يې د هغو د نه کارولو لارښوونه کړې وه.

په افغانستان کې ډېر ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او له هغه را وروسته د کورنيو جګړو په پېر کې ښخ شوي، خو د ماين پاکۍ يو شمېر موسسې وايي لاهم د جګړو په سيمو کې نوي ماينونه اېښودل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې ماینونه یوه لویه ننګونه ګنل کېږي چې د راپورونو له مخې په روانو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی علت د سړک د غاړې او یا نورو لرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه دي.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسېدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي.

د ماین پاکۍ د موسسو د شمېرو له مخې تر دې مهاله د افغانستان څه باندې ۲۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې او په ۶۸۵ کیلو متره مربع سیمه کې لا هم ناچاودېدلي ماینونه شته.

د ماین پاکۍ د موسسو د معلوماتو له مخې په هېواد کې موجود ماینونه اوس هم هره مياشت په منځنۍ کچه ۴۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په مرسته په ۱۹۸۹ میلادي کال د ماين پاكۍ كار پیل شوى دی.

سور صلیب يوازينۍ اداره ده چې د دې مركز د اورتوپیدي څانګې ته اوس هم هره ورځ په لسګونه معلول کسان د دې لپاره روان وي، څو د بدن مصنوعي غړي ورته جوړ کړي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام صدیق چې خپله پښه یې د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړې د چپرهار پېښې د محکومولو ترڅنګ وايي چې ماین اېښودونکي چې هرڅوک وي د افغانستان د ملت قاتلان دي: (( دوی ملت قتل کوي، هر ورځ چاودنې او مرګونه.))

د یادونې وړ ده چې په چپرهار کې د ۱۱نجونو د وژل کېدو په اړه زموږ د ځانګړی مطلب د لوستو لپاره  ۱۱ پاڼې ته مراجعه وکړئ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA