که څه هم د طالبانو، حزب اسلامي او د افغان حکومت د سياسي مخالفينو استازي پرون پاريس ته رسېدلي، خو ويل کېږي، دوی به نن پنج شنبه د ډیسمبر په ۲۰ مه د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل نظرونه سره شريک کړي.
که څه هم د طالبانو، حزب اسلامي او د افغان حکومت د سياسي مخالفينو استازي پرون پاريس ته رسېدلي، خو ويل کېږي، دوی به نن پنج شنبه د ډیسمبر په ۲۰ مه د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل نظرونه سره شريک کړي.
په دغه ناسته کې له ټولو ښکېلو لوريو څخه نژدې ۲۰ کسانو برخه اخيستې.
د شنونکو په وينا دا مهال، چې د افغانستان په باب د پاکستان تګلارو او پاليسيو بدلون موندلى، ښايي د ښکېلو لوريو تر منځ به کنګلونه ويلي او د شته حساسيتونو کچه به ورسره ټيټه شي.
د دې غونډې په اړه له مخکې نه بېلا بېلو ګډون کوونکو ويلي، چې نه د سولې د خبرو اترو اړوند ده او نه په کې سياسي مذاکرات کېږي.
د افغان دولت له اړخه ويل کېږي چې د ولسمشر کرزي يو سلاکار حاجي دين محمد او د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نور کسان به په کې ګډون وکړي.
په غونډه کې شهاب الدين دلاور او نعيم وردګ د طالبانو استازيتوب کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


