ads

ناټو په افغانستان کې خپلې دندې سمې نه اجرا کوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه هغه دندې په سم ډول نه ترسره کوي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ورته ټاکلي دي.   د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوال […]

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1391
ناټو په افغانستان کې خپلې دندې سمې نه اجرا کوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه هغه دندې په سم ډول نه ترسره کوي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ورته ټاکلي دي.

 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه هغه دندې په سم ډول نه ترسره کوي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ورته ټاکلي دي.

 

 

د ايترتاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف دا څرګندونې تېره ورځ په تاشکند کې د ازبکستان له بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کمالوف سره په کتنه کې وکړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له خپل ازبک سيال سره د خپلو خبرو په اړه خبريالانو ته وويل، چې دوى د ۲۰۱۴ کال په پاى کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په ګډون د سيمې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او نظرونه يې سره ورته وو.

نوموړي زياته كړه، د ازبکستان له چارواکو سره يې په دې خبرې وکړې، چې په څه ډول له افغانستان څخه منځنۍ اسيا ته د ترهګرۍ او نشه يي توكو د قاچاق د مخنيوي لپاره په ګډه کار وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA