د خوست اوسېدونكي وايي چې په دغه ولايت كې د ناوړه دودونو پر وړاندې تړونونو په نسبي توګه ښه نتيجه وركړې او سږكال حاجیانو د سيالۍ له مخې خلکو ته قیمتي ډالۍ نه وركولې او نه يې هم په لوړه كچه مصارف كول.
د خوست اوسېدونكي وايي چې په دغه ولايت كې د ناوړه دودونو پر وړاندې تړونونو په نسبي توګه ښه نتيجه وركړې او سږكال حاجیانو د سيالۍ له مخې خلکو ته قیمتي ډالۍ نه وركولې او نه يې هم په لوړه كچه مصارف كول.
په خوست ولايت كې وړاندې داسې دود و چې حاجي به له حج وروسته لوی لوی خیراتونه کول او په لسګونه زره افغانۍ به یې د تسپو، جانمازونو، خرما او نورو تحفو د ورکولو لپاره خلکو ته بیلولې.
د خوست اوسېدونکو په وینا اوس د دغو دودونو کابو کولو سږکال د دې زمینه برابره کړه چې غریب او بې وزله خلک هم حج ته ولاړ شي، حال دا چې پخوا به دوی د تحفو او غټو خیراتونو د کولو وېرې حج ته نه تلل.
د خوست ښار یو تن اوسېدونکی شېرجان وایي چې د ځینو دودونو پر وړاندې د قومي مشرانو فیصلو نتیجه ورکړې او خلک یې له عذابه خلاص کړي دي:(( موږ د خوست ښار په ګډون د متون سيمې یو زیات شمېر حاحیانو ته د مبارکۍ لپاره ورغلو، ومو لیدل چې هغه پخواني دودونه ډېر نه ترسترګو کېدل او یوازې به عادي ډوډی، زمزم اوبه او مسواک ورغلو خلکو ته ورکول کېدل.))
د متون د حبش خېلو د سیمې اوسېدونکی حاجي اسدالله بیا وايي چې پخوا به خلکو هم حاجیانو ته تحایف وړل، خو اوس سږکال دا رواج هم راکابو وو، اسدالله زیاتوي:(( پخوا چې به حاجي ته ورغلې، نو مجبور وې چې د غوړ ټیم یا د وریجو بوجۍ له ځانه سره یوسي او حاجي بیا مجبور وو چې د دې په بدل هغه ته هم یو څه ورکړي، اوس شکر دی له دې جنجاله خلاص یو.))
خو له دې سره سره ډېری پر دې باور دي چې ځینې خلک د وخت په تېرېدو سره په سیمه کې له قومي فیصلو مخ اړوي او ځینې نور بیا وايي چې وخت ناوخت قومي مشران پخپله خپلې پرېکړې ماتوي او ځینې وخت خو رشوتونه هم اخلي.
د خوست د مندې خېلو اوسېدونکی ضیاالله پر همدې باور دی، نوموړی وایي: (( اوس هم ځینې خلک شته چې د پخوا په شان لوی لوی خیراتونه او راز راز تجملي کارونه سرته رسوي، ټول د قومي مشرانو پرېکړو ته ژمن نه دي.))
د ضیاالله په خبره دغسې تجملي خلک فقط د ځان ښودنې لپاره پیسې بربادوي او غریبو خلکو ته شرایط سختوي: (( دا کار له یوې خوا له شوو تړنونو سرغړاوی دى او له بلې خوا د خلکو په نظر کې چندانې ښه په نظر نه ورځې او د ده حج یوازې یوه ریا ګڼي.))
دا په داسې حال کې ده چې دینې عالمان هم په حج او ورته نورو مراسمو کې بې ځایه لګښتونه اصراف ته ورته عمل بولي او خلک له ډېر سخت او بد برخلیک څخه خبروي. د دغو عالمانو په وینا دا ډول کړه وړه ریا ده او ریا د الله تعالي په نزد د قبلېدو نه ده.
د خوست اوسېدونکی مولوي جنت ګل وايي: (( داسې حج چې په هغې کې ځان ښودنه او د ریا لپاره وي، ټول خلک دې له داسي حج کولو ډډه وکړي، د حاجي سړي دوه تحفې دي چې یوه د زمزم اوبه او بله یې دعاګانې.))
د مولوي جنت ګل په خبره، خلکو ته هم نه ښایي چې حاجي ته ډېرې تحفې وروړي او نه هم حاجي ته په کار دي چې خلکو ته یو څه ورکړي.
مولوي صاحب زیاتوي: (( څوک چې د حج په مراسمو کې ټول اسلامي او شرعي اصول پلې کړي، نو په دې کار سره به دوه اجرونه په لاس راوړي ، یو دا چې له بې ځایه مصرفونو څخه به یې ځان ژغورلی وي او بل دا چې له ریا څخه به ساتل شوى وي او حج به يې یوازې د الله تعالي لپاره کړی وي.))
د یادولو ده چې په سیمه کې ټول خلک د قومې مشرانو له یادو تړنونو ننګه او ستاینه کوي، خو له دوی څخه د تړونو د تعقیب غوښتنه هم کېږي چې څوک له تړونو سرغړونه ونه کړي، په سیمه کې یو شمېر کتونکي په دې نظر دي، که چېرته قومي مشران یاد تړونونه تعقیب نه کړي، نو ښایي د تړونو ارزښت په تدریجي توګه له زوال سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


