د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار سيمه كې د لاسي بم بريد له كبله ١٠ تنه ټپيان شول. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د نوښار او مردان پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار سيمه كې د لاسي بم بريد له كبله ١٠ تنه ټپيان شول.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د نوښار او مردان پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
سرچينې وايي، دوو موټر سايکل سپرو د نويو سرتېرو د جلب جذب پر مرکز هغه مهال د لاسي بم بريد ترسره کړ، چې ګڼ شمېر کسان دغه مرکز ته د نوم ليکنې په موخه ورغلي وو.
د دوى په وينا، په پېښه كې پنځه سرتيري او پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي، خو دوى يې په نيولو پسې علميات پيل کړي.
روغتيايي چارواکي وايي، چې د ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې يا چا د دې پېښې مسوليت نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


