د پاكستان د كورنيو چارو وزير وايي، با ثباته افغانستان په پاکستان کې د امنيت ضمانت دى، ځکه دوى تل د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته کړې او په وروستيو کې يې هم، څو تنه طالبان خوشې کړل.
د پاكستان د كورنيو چارو وزير وايي، با ثباته افغانستان په پاکستان کې د امنيت ضمانت دى، ځکه دوى تل د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته کړې او په وروستيو کې يې هم، څو تنه طالبان خوشې کړل.
دغه څرګندونې رحمان ملک په ډيلي کې د بي بي سي له هندي څانګې سره په خبرو کې كړې.
د هغه په وينا، نړۍ بايد پوهه شي، چې پاکستان د هغې جګړې ښکار دى، چې له شمالي او جنوبي وزيرستان نه پيل شوې ده.
نوموړي ويلي، داسې ورځ به نه وي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد اقدام ونه کړي.
رحمان ملک ويلي، له لويديځ سره د پاکستان ملګرتيا پاکستان ته نه يوازې سخته لوېدلې، بلکې په يوې ستونزې بدله شوې، ځكه د ده په وينا، همدا اوس هم په پاکستان کې د بېلا بېلو هېوادونو بهرني وسله وال شته او په ګډه د پاکستان پرضد جنګېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

