ads

طالبان پاريس کې پر سوله نه غږېږي

طالبان وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې په فرانسه کې جوړه شي ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي. طالبان وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په هغه غونډه کې چې ټاکل […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1391
طالبان پاريس کې پر سوله نه غږېږي

طالبان وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې په فرانسه کې جوړه شي ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

طالبان وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو لپاره به په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې په فرانسه کې جوړه شي ګډون وکړي، خو د سولې او پخلاینې په اړه به خبرې ونه کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې یوې وینا کې راغلي چې د دوی له سياسي دفتره دوه تنه استازي به د پاریس غونډې ته واستول شي چې د افغانستان د حالاتو په اړه د طالبانو دريځ په مخامخ توګه د غونډې ګډونوالو او نړيوالو ته ورسوي.

دغه راز زياتوي چې د دوی استازي به یوازې خپله وینا اوروي او په وينا يې، څرنګه چې دغه کنفرانس يو څېړنيز او علمي کنفرانس دی، نو ځکه په هغه کې نه له چاسره کومه سياسي پرېکړه کېږي او نه به هم له افغان حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره کوم ډول خبرې اترې وشي.

د پاریس په غونډه کې چې د فرانسې د څېړنيز انستیتیوت په نوښت جوړېږي. ټاکل شوې د افغانستان د سولې د دولتي شورا، د حکومت د سیاسي مخالفینو او حزب اسلامي استازي هم ګډون وکړي.

د چارو کارپوه وحید مژده چې د پاریس د کېدونكې غونډې په اړه معلومات لري وايي کېدای شي په دغو خبرو کې داسې ګډ ټکي راپورته شي چې په راتلونکې کې د سولې په اړه خبرو کې ترې ګټه واخستل شي: (( ګډون کوونکي اړخونه به هر یو د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړي. د دغو بېلا بېلو نظرونو څرګندول به چې كېداى شي يو شان وي، د دې سبب وګرځي چې د کنفرانس په پای كې هغه ټکي چې سره نژدې او ورته وي، ټول شي او د سولې په اړه په راتلونکو خبرو اترو کې ترې ګټه واخیستل شي.))

مژده وايي، ټاکل شوې د طالبانو له اړخه د هغوی له سیاسي دفتر څخه شهاب الدین دلاور او محمد نعیم وردګ، د حزب اسلامي له خوا غیرت بهیر او د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو له لوري محمد یونس قانوني، احمد ضیا مسعود او ځینې نور ګډون وکړي.

دغه راز ويل كېږي چې د افغان دولت په استازيتوب د جمهور رئيس كرزي، سلاکار حاجي دین محمد او د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزی او یو شمېر نور کسان به هم په دغه غونډه كې برخه واخلي.

بلخوا وال سټريټ ژورنال د افغانستان د ملي جبهې د مشر احمد ضیا مسعود له خولې وايي:“موږ غواړو د طالبانو په نظر پوه شو، څو په دې توګه په افغانستان کې سولې ته لار اواره شي.”

ورځپاڼه همدارنګه افغانستان د ګاونډي پاکستان په اړه وايي دا هېواد چې د طالبانو ملاتړ کوي، په دي وروستیو کې یې دریځ یو څه نرم شوی، طالب مشرانو ته یې قطر ته د تلو لپاره پاسپورټونه  او یو شمېر نور یې له زندانونو آزاد کړي دي.

په عين حال كې د جمهور رئيس كرزي وياند ايمل فيضي هم يادې ورځپانې ته ويلي چې افغان دولت د پاريس د غونډې ملاتړ كوي او زياتوي:(( افغان حکومت د افغانستان د راتلونکي په اړه د هر ډول خبرو او د نظرونو د تبادلې هرکلی کوي او دا ځکه چې دا د سولې او ثبات په مقصد کیږي.))

د فرانسې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له خولې ویل شوي دي چې دغه بین الافغاني کنفرانس به په روانه میلادي میاشت کې جوړه شي، خو داسې اټکلونه هم دي چې دا غونډه به ډسمبر په ۱۷مه دایره شي.

كه څه هم داسې اټکل نه کېږي چې دا غونډه به کومه ټاکلې پایله ولري، خو د افغانستان په روانو حالاتو کې د ښکېلو بېلابېلو لویو اړخونو تر منځ به یوه کم سارې مخامخ ناسته وي.

بلخوا د ملګرو ملتونو ډيپلوماټان وایي، د افغان سیاست والو او د باصلاحیته طالب مشرانو د یو کولو په مقصد به بله دا ډول غونډه د راتلونکي عیسوي کال په سر کې د غالب ومان له مخې په تركمنستان كې جوړه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA