ads

د اسامه د وژل كېدو په اړه څېړنيز رپوټ پاكستان ته سپارل كېږي

د پاكستانۍ ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پاکستان په اېبټ اباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې په اړه د څېړنيز کمېسيون ۷۰۰ مخيز  رپوټ، چې له ۳۰۰عيني شاهدانو سره د مرکو او ۳۰۰۰ سندونو پر اساس برابر شوى، ټاکل شوې، چې د پاکستان لومړي وزير  راجا پروېز […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1391
د اسامه د وژل كېدو په اړه څېړنيز رپوټ پاكستان ته سپارل كېږي

د پاكستانۍ ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پاکستان په اېبټ اباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې په اړه د څېړنيز کمېسيون ۷۰۰ مخيز  رپوټ، چې له ۳۰۰عيني شاهدانو سره د مرکو او ۳۰۰۰ سندونو پر اساس برابر شوى، ټاکل شوې، چې د پاکستان لومړي وزير  راجا پروېز اشرف ته ورکړل شي.

د دغه رپوټ له مخې، اسامه بن لادن له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۱ کاله پورې په اېبټ اباد کې له خپل پټنځايه نه دى وتلى او پر دې سربېره د امريکا استخباراتي ادارې CIA، پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي ته لس زره امريکايي ډالر ورکړي وو، چې د واکسين په يوه جعلي پروګرام کې د DNA نمونې واخلي او په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن د پټنځاى په پيدا کولو کې ورسره مرسته وكړي.

د القاعدې پخوانى مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دويمه د پاکستان په اېبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو پوځيانو په عملياتو کې ووژل شو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې ISI د اسامه بن لادن څلور ټيليفون شمېرې او ټول ليکونه، چې د اسامه بن لادن استوګنځاى ته به استول کېدل، د امريکا استخباراتي ادارې CIA ته سپارلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA