ads

خيبر ايجنسۍ كې چاودنې ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

له خيبر پښتونخو څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په ځايي وخت شاوخوا لس بجې د خيبر ايجنسۍ په بازار کې درنه چاودنه شوې، چې له کبله يې ٦٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.   له خيبر پښتونخو څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1391
خيبر ايجنسۍ كې چاودنې  ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

له خيبر پښتونخو څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په ځايي وخت شاوخوا لس بجې د خيبر ايجنسۍ په بازار کې درنه چاودنه شوې، چې له کبله يې ٦٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

له خيبر پښتونخو څخه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په ځايي وخت شاوخوا لس بجې د خيبر ايجنسۍ په بازار کې درنه چاودنه شوې، چې له کبله يې ٦٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

 

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه چاودنه د خيبر ايجنسۍ د جمردو بازار په فوجي مارکيټ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توكي وچاودېدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه كې ١٧ تنه وژلي شوي او له ٤٥ ډېر ټپيان شوي دي.

ځايي چاروکي وايي، مرستندويه ډلې د پېښې سيمې ته ورغلي او د ژغورنې عمليات دوام لري.

په سيمه كې ډاكټرانو رسنيو ته ويلي، چې په ټپيانو کې د يو شمېر هغو روغتيايي وضعت د اندېښنې وړ دى او کېداى شي د مړو شويو کسانو شمېره لوړه شي.

تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA