ads

پر باچا خان هوايي ډګر بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پېښور پر باچا خان هوايي ډګر تېره شپه په سيمه ييز وخت شاوخوا ۸ نيمې بجې توغندويي بريدونه وشول او ترې وروسته ډزې پيل شوې، چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۵ وسله وال بريدګر او ۵ ولسي وګړي وژل شوي او  تر ۴۰ ډېر  نور ټپيان دي. د پېښور پر باچا […]

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1391
پر باچا خان هوايي ډګر بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پېښور پر باچا خان هوايي ډګر تېره شپه په سيمه ييز وخت شاوخوا ۸ نيمې بجې توغندويي بريدونه وشول او ترې وروسته ډزې پيل شوې، چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۵ وسله وال بريدګر او ۵ ولسي وګړي وژل شوي او  تر ۴۰ ډېر  نور ټپيان دي.

د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوى او ښايي د وژل شويو کسانو شمېره زياته شي.

په توغندويي بريد کې د دغه  هوايي ډګر ځغاست ليکه هم زيانمنه شوې، چې له كبله يې الوتنې تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوې دي.

پاکستاني طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، د بريد هدف هغه پوځي الوتكې وې، چې د پاکستان پوځ يې په وزيرستان کې د بريدونو لپاره کاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA