ads

ماشومان د بدمرغیو په لمن کې

امريکا ملګرو ملتونو ته په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې يې د جګړو پر مهال تر ٢٠٠ زيات ماشومان بنديان کړي دي. د امريکايي خبري اژانس اسوشېټېد پرېس د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته په دغه راپور کې ويلي چې ياد کسان له ٢٠٠٨ ميلادي […]

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1391
ماشومان د بدمرغیو په لمن کې

امريکا ملګرو ملتونو ته په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې يې د جګړو پر مهال تر ٢٠٠ زيات ماشومان بنديان کړي دي. د امريکايي خبري اژانس اسوشېټېد پرېس د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته په دغه راپور کې ويلي چې ياد کسان له ٢٠٠٨ ميلادي کال راهيسې د بېلابېلو جګړه ييزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

امريکا ملګرو ملتونو ته په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې يې د جګړو پر مهال تر ٢٠٠ زيات ماشومان بنديان کړي دي.

د امريکايي خبري اژانس اسوشېټېد پرېس د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته په دغه راپور کې ويلي چې ياد کسان له ٢٠٠٨ ميلادي کال راهيسې د بېلابېلو جګړه ييزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغه راپور کې چې په هرو څلورو کلونو کې په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته لېږل کېږي، راغلي چې تر ٢٠٠ زيات دغه بندي ماشومان د بګرام په زندان کې ساتل شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د جنيوا کنوانسيون ته شکايت کړى دى.

په ټولیزه توګه د بشري حقونو تر پښو لاندې کول او خوندي ساتلو ته یې نه پاملرنه هغه ستره ستونزه ده چې له کلونو راپدېخوا افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي، په تېره بیا د ښځو او ماشومانو حقونه تر نورو ډېر دلته تر پښو لاندې شوي او کېږي.

په هېواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو ښوونې او روزنې، روغتيا او اقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې.

سربېره پر دې، په افغاني ټولنه كې ماشومان له كله نه چې خپل ښى او چپ لاس پېژني د ژوندانه د ناخوالو له كبله له ډول، ډول ستونزو لكه اقتصادي، روغتيايي او نورو سره لاس او ګرېوان وي.

ډېرى وخت ليدل شوي دي چې له دا ډول بې وزله ماشومانو څخه د نشه يي توكو په قاچاق، غلا، كيسه برۍ، ځانمرګو بريدونو او نورو ناوړه اوغيرانساني چارو كې ګټه پورته كېږي.

همدارنګه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي، امريکايي ځواکونو ځکه دغه ماشومان نيولي او بنديان کړي چې يو ځل بيا د جګړې ميدان ته ولاړ نه شي.

خو په راپور کې امريکا ويلي چې له دغو بنديانو يې يو شمېر بېرته خوشې شوي او يا هم  افغان حکومت ته سپارل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېرى شمېر دغه بنديان تنکي ځوانان دي چې عمرونه يې تر ١٦ کلونو ټيټ دي. بلخوا ځينې سرچينې وايي چې په دغو بنديانو کې د ځينو عمرونه له ١٢ کلونو هم ټيټ دي.

كه څه هم په تېرو لسو كلونو كې بېلابېلو ټولنو د ماشومانو د حقونو نارې سورې پيل كړې، خو هېچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه او كار نه دى كړى. لا هم په هېواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګو بريدونو او د چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون هم خپله اندېښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت د ښه والي په خاطر پاملرنه وكړي كوم چې د سړك او واټونو پر مخ كار كوي.

زموږ په ټولنه كې د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو بده او ځوروونكې پديده، جنسي تاوتريخوالى دى چې  يو زيات شمېر پېښې يې ثبت او راجستر شوي او عاملين يې نه يوازې د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي او كه سپارل شوي هم وي، د هېواد د قضايي ارګانونو له لوري يا خوشې كېږي او يا داسې لنډ مهاله سزاوې ګالي چې هغوى ته د عبرت سبب نه ګرځي.

د ګوتو په شمېر يو شمېر كورنۍ شته چې اقتصادي ستونزې نه لري او ماشومان يې په موجود چاپېريال كې له هر ډول روزنيزو امكاناتو برخمن دي، حال دا چې د افغانستان ډېرى كورنۍ له ډول ډول ناخوالو سره لاس او پنجې نرموي.

د كورنيو د خراب اقتصادي حالت له كبله ماشومان مجبور دي چې د كورنۍ له مشرانو سره د نفقې د پيدا كولو په خاطر ډېرو شاقه او له توانه وتلو كارونو ته مخه كړي.

نو افغان دولت ته په كار ده چې پورتنيو ټولو ستونزو او ننګونو ته جدي پاملرنه وكړي او افغان ماشومانو ته د ژوندانه ټولې آسانتياوې برابرې كړي، تر څو مو په راتلونكې كې يوه نېكمرغه او هوسا ټولنه په برخه شي.

د يوې وروستۍ خبرې په توګه ويلاى شو، دولت، نړيوالې او مدني ټولنو ته په كار ده چې د ماشومانو حقونو ته په پاملرنې سره هغوى ته د زده كړې، ښه ژوند او روغتيايي اسانتياوو په برابرولو كې هڅاند واوسي او پر داسې لارو چارو غور وكړي چې له مخې يې د ماشومانو په ژوند كې پوره پوره بهبود او ښه والى ترسترګو شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA