ads

د نجونو بدل تاوتريخوالی زېږوي

په افغاني ټولنه کې چې ښځينه د نارينه وو په پرتله له ګڼو ستونزو، ننګونو او دردوونکو مسئلو سره لاس او ګرېوان ژوند لري، يوه ستونزمنه مسئله يې د ودونو ده چې د زيات ولور، په بدو او بدل کې د ورکړې او جبري ودونو له کبله د ژوند په اوږدو کې ډېر کړاوونه ګالي. […]

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1391
د نجونو بدل تاوتريخوالی زېږوي

په افغاني ټولنه کې چې ښځينه د نارينه وو په پرتله له ګڼو ستونزو، ننګونو او دردوونکو مسئلو سره لاس او ګرېوان ژوند لري، يوه ستونزمنه مسئله يې د ودونو ده چې د زيات ولور، په بدو او بدل کې د ورکړې او جبري ودونو له کبله د ژوند په اوږدو کې ډېر کړاوونه ګالي.

په افغاني ټولنه کې چې ښځينه د نارينه وو په پرتله له ګڼو ستونزو، ننګونو او دردوونکو مسئلو سره لاس او ګرېوان ژوند لري، يوه ستونزمنه مسئله يې د ودونو ده چې د زيات ولور، په بدو او بدل کې د ورکړې او جبري ودونو له کبله د ژوند په اوږدو کې ډېر کړاوونه ګالي.

د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو د سيمه ييزې ادارې مسوولين وايي، د نجونو د بدل ودونه په کورني تاوتريخوالي اوړي.

په دې دفتر کې د ښځو د چارو مسووله جميله يوسفزۍ وايي، داسې پېښې ډېرې دوى ثبت کړې دي چې په بدل کې د ورکړل شوې نجلۍ په سر پر بلې بدلنۍ ظلم کېږي.

د يوسفزۍ په وينا، که پر يوې نجلۍ په يو کور کې ظلم کېږي، په بل کور کې پر بلې نجلۍ ورته ظلم كېږي او غچ اخيستنې ته زمينه برابرېږي.

نوموړې په سيد کرم ولسوالۍ کې د يوې پېښې کيسه کوي او وايي: )) تېر کال يوه نجلۍ چې په بدل کې واده شوې وه، د خسرګنۍ د کور له خوا ووژل شوه، خو کال ورسته يې بدلنۍ په ورته ډول په خپله خسرګنۍ کې ووژل شوه چې دا يوه بده پېښه وه.))

هغه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو مهم علت په بدل کې د نجونو ورکړه ده.

د پكتيا د عامې روغتيا رياست سرپرسته ډاکټر نازدانه پکتياوال بيا وايي، نجونې ځكه په بدل کې ودېږي چې ولورونه لوړ دي او خلک اقتصادي ستونزې لري: (( که چېرته ولورونه را کم نه شي، نو په بدل کې د نجونو د ورکړې دود هم نه شي کمېدای.))

نوموړې وايي، په بدل کې د نجونو د ورکړې له کبله ډول، ډول کورنۍ ستونزې رامنځ ته کېږي او په وينا يې، آن تر دې چې له همدې کبله لويې او حيرانوونکې جنايي پېښې هم رامنځته شوې دي.

هغه له قومي مشرانو او ديني عالمانو غواړي چې په سيمه کې خلكو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې بدو پديدو په زيانونو يې خبر کړي.

اغلې نازدانه ميندې او پلرونه هم مسوول بولي: (( ميندې او پلرونه دې ځانونو ته د دنيا او اخرت عذابونه په دې كار سره ځان ته نه برابروي چې د خپلو اولادونو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړي، نو په دې اساس دې له ديني عالمانو پوښتنه وکړي چې په بدل کې د نجونو ورکړه روا ده او کنه؟ دينې عالمان هم مسوول دي چې دين په ريښتيني ډول تر خلکو ورسوي.))

ديني عالم او قومي مخور قاري خواجه الدين بيا وايي، په ديني کتابونو کې د نجونو د بدل او په بدو کې د ورکړې غندنه شوې ده او په وينا يې، بايد د اسلامي اصولو له مخې ښځو ته خپل حقونه ورکړل شي: (( نبي كريم (ص) په بدل کې د نجونو ورکول منع ګرځولي او علت يې دا ښودلی چې يوه نجلۍ عينا د بلې په څېر نه شي کېدای، نو په دې اساس له بلې څخه هم د ورته کار، اخلاقو او يا ژوند هيله کېږي او دا د تاوتريخوالي سبب کېږي.))

سره له دې چې د پخوا په پرتله د ښځو ژوند تر يو بريده تغیير کړی او تر يو حده ښځينه وو ته هم د ټولنيز ژوند په چارو کې برخه او حقوق ورکړل شوي دي، خو لا هم د افراط او تفريط له اوره د ټولنيز ژوند د توازن ماڼۍ په خطر کې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA